اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير شېري رحمان وئيلي دي په سمندرونو كښې مخ په زياتېدونكې آلودګي د اندېښنې وړ ده ، دا آلودګي نه يوازې سمندري مخلوق بلكه په اوچه ژوند كوؤنكو زنده سرو ته هم زيان رسوي۔ سمندر او د دې غاړه پاكه صفا ساتلو سره مونږ د قدرت ددې اعلی نظام حفاظت كولې شؤ۔ د سمندرونو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وفاقي وزيرې ووئيل نن په ګرده نړۍ كښې د سمندرونو نړيواله ورځ لمانځلې شي او پاكسان بايد دا ورځ په خصوصي توګه ولمانځي۔ دې ووئيل مونږ په هغه خوش قسمته هېوادونو كښې يؤ كوم چې سمندر سره تړون لري۔ مونږ له به په خاص توګه د خپل سمندر اهميت او دې سره تړلې ژوند په ډاګه كول وي۔ دې ووئيل د زمكې كچې نزدې 70 فيصده برخه اوبو پټه كړې ده۔ دې ووئيل زمونږ په زمكه د موجوده اوبو نزدې 96.5 فیصده برخه په سمندري اوبو مشتمل ده٬ سمندر زمونږ د سيارې 50 نه تر 75 فيصده آكسيجن پېدا كوي۔ زمونږ موسم ٬ ماحوليات او بارانونه په سمندر اډانه لري او مونږ د دې په بدل كښې سمندرونه له ګندونو څخه ډك كړې دي۔ دې ووئيل د يوې سټډي لمخې يوازې د سمندر اوبو دپاسه 51 ټرلین د پلاسټک ټكړې موجود دي۔ په سمندر كښې آلودګي سمندري مخلوق او په اوچه ژوند كوؤنكو زنده سرو له زياته خطرناكه ده۔ دې ووئيل سمندر او د دې غاړه صفا ساتلو سره مونږ د قدرت د دې اعلی نظام حفاظت كولې شؤ۔ شېري رحمان په دې خبره زور راړو چې بايد مونږ سمندر او د سمندر غاړه د خپل كور په ډول پاكه اوصفا وساتؤ۔
سمندر او د دې غاړه صفا ساتلو سره مونږ د قدرتي نظام تحفظ كولې شؤ٬ د وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان پېغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت