اسلام آباد 14جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د زياتې شوې ودانۍ او غزېدلو ښارونو تر مخه منصوبه بندي كولو ته اړتيا ده، اسلام آباد لپاره به نوے ماسټر پلان جوړولې شي، وفاقي پلازمينه بايد ټول هېواد لپاره مثال وي، اسلام آباد كښې قبضه مافيه ختمول يو لوئې چيلنج دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وفاقي اسلام آباد كښې د بيلو پرمختيائې پروژو د بنياد تيګې اېښودلو دستوري ته وكړه۔ وزيراعظم ووئيل 1960 نه تر 2010 پنځوستو كلونو كښې چې د اسلام آباد ښار څومره خپور شوے دومره د 2010 نه پس په لسو كلونو كښې پراخا شوے٬ د دې مطلب دا دے چې د اسلام آباد ښار په تندۍ سره خپريږي۔ده ووئېل كه مونږ د وخت ضرورت له مخي بدلون ونه كړو نو اسلام آباد كښې د ټرافېك پشمول بيلو مسئلو سره مخ كيدے شوو۔ اسلام آباد كښې شينكے ختميږي۔ مونږ له به د سباؤن تقاضو له مخي منصوبه بندي کول وي۔وزيراعظم سي ډي اے له د سړكونو په جوړولو شاباشے وركولو سره ووئيل اسلام آباد كښې د ټرافېك مسئله زياتيږي۔ نوو سړكونو جوړولو سره به د دې مسئلې حل كولو له مرسته تر لاسه شي۔وزير اعظم ووئيل په تيرو 20 كلونو كښې په ښار كښې د اونو شميره او شينكے په كميدو دے۔ تعميرات كښې زياتوالے كيږي۔د پخواني ماسټر پلان په ځاے نوے ماسئتر پلان جوړولو ته اړتيا ده۔ده ووئېل د ګرين ايرياز د ساتنې دې هڅې وكړي شي او ټولو خالي ځايونو كښې دې اوني نال كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل د اسلام آباد پيژندګلي چاپېريال ، شينكے او ښكلې موسم دے۔ اسلام آباد كښې د لندن غوندې بارانونه كيږي۔ اسلام آباد كښې د پشكال موسم كښې بايد زياتي اوني نال كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل دبئي او د مينځني ختيز غوندې هېوادونو په نسبت اسلام آباد كښې اونۍ په آسانۍ سره نال كيدې شي۔ نوي ماسټر پلان كښې په ګرين ايرياز خالي ځايونو دې اوني نال كړے شي، د ټرافېك مسئلې حل كولو له او د قبضه ډلو ختمولو له دې كاروائي وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل پوليس ما ته وئيلي دي چې كله د قبضه ډلو په ضد كارروائي کوو نو ملزمان ضمانتونه ترلاسه كولو سره بهر راوځي ځكه چې هغوي د قانون څخه نه يريږي۔ هغوي مالداره دي او سزاګاني دورمره كمي دي چې هغوي نه يريږي خو حکومت په دې اړه نوي قانون راوړي۔ دا مسئله د اسلام آباد نه بلكه په ټول هېواد كښې روانه ده ۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان په لويو ښارونو كښې د خيرنوالي مسئله زياته ده۔ د يخښنۍ په موسم كښې په لاهور كښې آلودګي زياته وي۔ مونږ د لاهور موسم صفا كولو او د خښتو بھټو ته د ټيکنالوجي منتقل كولو لپاره كار كوو۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د پشكال موسم كښې دې زياتي اوني نال كړې شي۔ پېښور او لاهور هم تندۍ سره خپريږي۔ ده ووئيل اسلام آباد كښې پارکس به بحالوو جې ورسره به فيمليز لپاره د تفريح موقعي زياتي شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت چې راغلو نو سي ډي اے په 4، 5 اربه روپو خساره روانه ؤه خو نن د سي ډي اے په اکاؤنټ كښې 36 اربه روپۍ پرتې دي٬ دغسې وزيراعظم د سي ډي اے چيئرمين او د هغه د ډلي کارکردګي وستائله
د زياتې شوې ودانۍ او د غزېدلو ښارونو تر مخه منصوبه بندۍ كولو ته اړتيا ده، اسلام آباد لپاره به نوے ماسټر پلان جوړولے شي، د وزيراعظم عمران خان د پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګې اېښودلو دستوري ته خطاب
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس