پېنډي 10 جنوري (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه افغانستان ته د بشري همدردۍ په بنياد مرستې رسولو لپاره په سمدستي توګه د اداره جاتي مېكانزم وضع كولو په ضرورت زور راوړے ٬ دغسې چې د زيات شوي بشري بحران مخ نيوے وكړے شي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر له مخې دا خبره ده د سعودي عرب دفاع وزير ملټري اېډوائزرميجر جنرل طلال عبدالله العتيبي سره د ملاقات په مهال وكړې چا چې د ګل په ورځ په جنرل هېډكوارټرز كښې د پاك پوځ سرلښكر سره ملاقات كړے۔دواړو د شريكې خوښې په چارو٬په سيمه ايزه سلامتيا٬د افغانستان په موجوده صورتحال او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه دفاعي اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان سعودي عرب سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په اسلامي نړۍ كښې د هغوي منفرد مقام تسليموي۔دوي په افغانستان كښې د امن او مفاهمت د اقدامات په اهميت زور راوړو ۔خاص مېلمه د پاكستان وسله والو ځواكونو د پېشه وره مهارتونهو اعتراف وكړو او په بېلو څانګو كښې يې د مرستې زياتولو د عزم څرګندونه وكړه۔ده د افغانستان په صورتحال كښې د پاكستان كردار٬بارډرمنيجمنټ لپاره خاص هڅې او سيمه ايز استحكام ګښې كردار هم وستائېلو
د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د سعودي دفاع وزير ملټري اېډوائزر وليدل٬دوي د شريكې خوښې په چارو٬په سيمه ايزه سلامتيا٬د افغانستان په موجوده صورتحال او د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه دفاعي اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II