اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان ستارہ مارکیټ اسلام آباد كښې د وړومبي ون ونډو احساس سنټر پرانسته كړې ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم د سماجی ښېګړي او غريبۍ ختمولو خاص مرستيالي ډاكټر ثانیه نشتر وزیراعظم له د ون ونډو سنټر او احساس ون ونډو منصوبې په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع وزیراعظم بوټے هم نال كړو۔اسلام آباد كښې د وړومبي ون ونډو احساس سینټر په شان به هره ضلع كښې احساس ون ونډو سنټرز پرانستلې شي۔احساس ون ونډو مرکز كښې به د يو چهت لاندي د احساس ټولي آسانۍ او خذمات ته رسنه ممكن وي۔احساس ون ونډو اقدام 6 برخي لري۔ احساس ون ونډو مرکز د دې وړومبنۍ برخه ده۔ون ونډو اقدام په نورو برخو كښې ډيجيټل انفارمېشن او سروسز پلیټ فارم،موبائل ایپ ، بیك آفس مجموعي ډیجیټل انټرفیس، كوټلي ډيټا بيس او د يو ډول جامع بینیفیشري ټارګټنګ پالیسي شامل ده
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2