اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د موجوده حكومت د زرعي څانګې بحالۍ لپاره اقداماتو څخه وړوكو كروندګرو ته د دوي د محنت جائز منافع ترلاسه شوې ده چې ورسره د دوي د ژوند معيار ښه كېدو سره سره د هېواد په معيشت هم مثبت اثرات مرتب كېږي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د نېشنل فوډ سكيورټي وفاقي وزير سيد فخر امام سره وكړې چا چې وزيراعظم سره ملاقات كړې۔ وفاقي وزير په دې موقع وزيراعظم هېواد كښې د غنمو٬ وريژو٬ جوارو٬ مونګ ٬ پيار او د آلو د رېكارډ پېداوار او د لائيو سټاك بحالۍ په اړه د پورته كړې شوې اقداماتو پحقله خبر كړو۔ وزيراعظم د حكومت لخوا د زرعي څانګې بحالۍ لپاره په كېدونكو اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې د هېواد د زرعي څانګې پرمختګ لپاره پېداواري صلاحيت د لا زياتولو پحقله ټول وسائل پكار راوستلې كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د موجوده حكومت د زرعي څانګې بحالۍ لپاره اقداماتو څخه وړوكو كروندګرو ته د دوي د محنت جائز منافع ترلاسه شوې ده چې ورسره د دوي د ژوند معيار ښه كېدو سره سره د هېواد په معيشت هم مثبت اثرات مرتب كېږي۔
وزيراعظم عمران خان سره د نېشنل فوډ سكيورټي وفاقي وزير سيد فخر امام وليدل
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے