اسلام آباد 16فروری(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې برآمدات ته وده وركولو نه غېر مخ په وړاندې نه شو تللې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايكسپورټ كښې د اضافې او د پاكستاني مصنوعات برانډنګ په موضوع راؤنډ ټيبل كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل چې په برآمدات كښې يوازې ټكېسټائل نه بلكې د نورو څانګو برآمدات زياتولو ته به هم پام كول وي٬د دې لپاره به مونږ له د مصنوعات معيار ته كتل وي دغسې چې په نړيواله كچه مسابقت وكړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د كلتور او ورثې پراخا پنګې لري٬ځينې هېوادونو خپل كلتور او د ورثې برانډ ماركيټ كړې مونږ له به هم دې ته پام كول وي۔ده ووئيل چې مونږ ټولو له به په كډه پاكستان برانډ لپاره كار كول وي دغسې چې په نړيواله كچه پاكستان په وړومبي نمبر برانډ كښې شامل كړے شي۔ده ووئيل چې پرمختګ كړې هېوادونو كامياب برانډ جوړولو سره كاميابي ترلاسه كړې٬د برآمدات زياتولو لپاره به په ترجيحي بنيادونو پاكستاني برانډز قوي كول وي
برآمدات ته وده وركولو نه غېر مخ په وړاندې تللې نه شؤ٬ د ټېكسټائل پشمول به د نورو څانګو برآمدات زياتولو ته پام كول وي۔د وفاقي وزير احسن اقبال راؤنډ ټېبل كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria