??سل??م آباد 04 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان په حقیقی معنو كښې پرمختللې رياست جوړولو له حکومتي وژن د هېواد د ټولو وفاقی یونټو د پرمختګ او سوكالۍ نه غير ممکن نه دے۔ ده دا خ??ره د د خالي په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د بوچستان وزیراعلیٰ سردار ثناء اللہ زهری سره مل??قات په مهال وكړه۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ وزیراعظم د صوبائی حکومت د اړخه اولسې ښېګړو له د پورته كړې شويو ګامونو څخه خبر كړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل صوبه كښې د سلامتی صورتحال كښې د ښه والې په سوب د پرمختګ او سماجی ښېګړې پروژې د يو نوې جذبې سره پيل كړې شوي۔ د وزیراعظم لخوا بلوچستان كښې پرمختيائي پروژو ته په ترجیحی بنیادونو په پام لرنې كولو د بلوچستان وزیراعلیٰ د وزیراعظم محمد نواز شریف مننه وكړه ۔ ده ووئيل تير وخت كښې د بلوچستان د اولس محرومیو ته د وفاقی حکومت د اړخه پام نه دې شوے۔ وزیراعظم ووئيل ، د پاکستان ټ??لې صوبې د هېواد په وسائلو يو ډول حق لري، د ټولو صوبو ٬ فاټا او ګلګت بلتستان ترمينځه د وسائلو وېش په سپېځلې ډول ممکن كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل زه پخپله په بلوچستان كښې د روانو پرمختيائي پروژو او د سکیمونو د رفتار جاج اخلم۔ وزیراعظم ووئيل د حکومت ایجنډا ټول هېواد كښې پرمختګ او سوكالي ده، د ګوادر بندرګاہ د بلوچستان او د سيمې د اولس د حالت بدلولو استعداد لري۔ وزیراعظم ووئيل د حکومت د پرمختيائي پروژو او اقداماتو په سوب به د بلوچستان اولس خپلواكه شي او هغوي به د ژوند بيلو څانګو كښې د كار خپل استعداد وکاروي۔
د پاکستان ټولې صوبې د هېواد په وسائلو يو ډول حق لري
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ