سويډن كښې د قرآن کريم د بې حرمتۍ پارونكې کارروايۍ مقصد د مسلمانانو او مسيحيانو خپلو كښې د جنګولو سازش دے٬ دې پېښې سره د اربونو مسلمانانو زړه ازار شوې٬ د وزيراعظم شهباز شريف د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا


اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې په سويډن كښې د لوي اختر په ورځ د قرآن كريم د بې حرمتۍ پارونكې كارروايۍ مقصد مقصد مسلمانان او مسيحيان خپل مېنځ كښې د جنګولو سازش دے٬ د دې چې څومره هم غندنه وشي كمه ده٬ په سويډن كښې رامخې ته شوې پېښه د غندې وړ ده٬ دې پېښې سره د اربونو مسلمانانو زړه ازار كړې شوې، مونږ د ټولو مكتبه فكر احترام كوٶ دغسې چې څوك زمونږ په مقدس كتاب ګوته پورته نه كړې شي٬ مونږ د رايې آزادۍ په ضد نه يو٬ خو د دې تر نامې لاندې د چا د مذهب او د مقدس شخصياتو د بې حرمتي٬ پروپېګنډې او زهر خپرولو د نړۍ يو قانون اجازه نه وركوي، مونږ اسلامي نړۍ سره په ګډه يو مضبوط غږ پورته كول غواړو۔ د زيارت په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په دې وروستيو كښې په سويډن كښې د قرآن كريم د سوځولو په ناوړه پېښه نن مونږ دلته مات زړه سره راغونډ شوې يؤ، په دې ناوړه حركت اسلامي نړۍ سخت غم او غصې سره مخ ده٬ د دې غونډې د لارې د بشپړه اسلامي نړۍ او د پاكستاني اولس جذبات ټولې نړۍ ته په يو آواز رسول غواړو، شريكه غونډې دې د دې قبيح حركت نه يوازې غندنه وكړي بلكې داسې اقدامات او سفارشات دې هم تجويز كړي چې ورسره په سباٶن كښې د دا ډول ناوړه پېښو مخنيوي وكړې شي۔ ده په دې لړ كښې سپيكر ته د كمېټۍ جوړولو تجويز هم وړاندې كړو او وې وئيل چې دا سفارشات به مونږ نه يوازې د پاكستان اړوندو ادارو بلكې د نړۍ بېلا بېلو فورمونو ته هم رسوٶ دغسې چې تر قيامته دا ډول پېښې بيا رامخې ته نه شي۔ وزيراعظم ووئيل قرآن کريم د الله تعاليٰ وروستې کتاب دے كوم چې زمونږ په خوږ نبي حضرت محمدۖ نازل شوې٬ دا د قرآن كريم حكمت دے٬ چې ټولې نړۍ ته د امن٬ مينې٬ ايثار ٬صبر او زغم تلقين كوي، په قرآن کريم كښې د حضرت مريم او حضرت عيسی ٰ علېهما السلام پشمول د يو شمير نبيانو ذكر راغلے دے ٬ د مسلمان په توګه نه يوازې حضرت عيسيٰ د پاك پروردګار نبي ګڼو بلكې د دوي د مذهب او كتابونو هم احترام كوٶ، ما چرته داسې پېښه نه ده ليدلې چې په پاكستان كښې كله هم د بائبل بې حرمتي شوې وي٬ مونږ د ټولو مذهبونو احترام كوٶ دغسې چې څوك زمونږ مقدس كتاب ته ګوته ونه نيسي۔ وزيراعظم ووئيل د اسلام په ضد قصداً د دا ډول اشتعال انګيزۍ مقصد مسلمانان او عيسائيان خپل مېنځ كښې د جنګولو سازش دے د دې چې څومره هم غندنه وشوي كمه ده۔ وزيراعظم ووئيل دا ډېره د افسوس او غندنې وړ خبره ده چې د سويډن پوليس يو خبيث ته د قرآن پاك د بې حرمتۍ اجازه وركړې٬ چا دا سوچ هم نه ٶ كړې چې په يوه معاشره كښې به پوليس پخپل امنيت كښې يو خبيث او لعنتي ته د دې ناوړه حركت اجازه وركړي۔ وزيراعظم ووئيل دا ايوان د سويډن د پوليس بشپړه غندنه كوي٬ ټولې نړۍ ته دا وائي چې دا ناقابل برداشت عمل دے، وزيراعظم ووئيل نبي کريم ۖ او د قرآن کريم په حرمت خپل ځان او خپل مال حال قربانول زمونږ د ايمان برخه ده٬ ګرد هېواد كښې كه په سويډن كښې په رامخې ته شوې پېښه يو سولييز لاريون ويستلې شي نو د دې هرګز دا مطلب نه دې چې مونږ كمزورې يو او مونږ له ځواب وركول نه راځي۔ وزيراعظم ټول قام ته اپيل وكړو چې ھغوي دې (نن) د جمعې په ورځ د جمعې لمونځ نه پس ګرد هېواد كښې يو آواز او يوالي سره احتجاجي لاريون وباسۍ دغسې چې نړۍ وويني چې دا ډول د نه زغملو وړ حركت كه بيا لپاره د كولو هڅه وشوه نو بيا به زمونږ نه ګيله نه كوئ۔ وزيراعظم ووئيل په سويډن كښې د پارونكې پېښې په شا چې كوم ذهنيت دے ھغه په عيسائي او اسلامي نړۍ كښې تقسيم پېدا كول غواړي، مونږ له دا خبيث تن او د ده خباثت د عبرت نښه جوړول پكار دي۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې مونږ قانوني كاورائي كوٶ او دې لپاره بهترين فورم او آئي سي دے، زمونږ په درخواست او آئي سي نه يوازې غونډه رابللے ده بلكې قرارداد ئې هم منظور كړې او تجويزونه ئې هم وركړي، په دې لړ كښې مونږ د سعودي عرب او اسلامي نړۍ مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل ټولې اسلامي نړۍ له به په دې ناوړه حركت غږ پورته كول وي۔ ده ووئيل اګرچه د سويډن حكومت د دې ناوړه پېښې غندنه كړې ده كوم چې ښه خبره ده خو سوال دا دې چې دا پېښه رامخې ته كېدو ته ولې پرېښودې شوه، دا يو سواليه نشان دے كوم لپاره چې به د سويډن حکومت خپل پوزيشن كليئر كول وي او ځواب به وركول وي۔ وزيراعظم ووئيل په سويډن كښې د دې نه وړاندې هم دا ډول ېپښې رامخې ته شوې دي دا قصداً د اشتعال انګيزۍ خپرولو سازش دے۔ وزيراعظم د نيوزي لېنډ پخوانۍ وزيراعظمې جيسنډرا آرډرن ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په عيسائي نړۍ كښې داسې مشران هم شته چا چې د مسلمانانو په ضد د تشدد د پېښو نه پس نه يوازې په نيوزي لېنډ كښې مسلمانان ځان ته نزدې كړي او په دوي يۍ شفقت كړې بلكې د مسلمانانو په مذهبي اخترونو كښې يۍ خپله ګډون كولو سره دوي ته امنيت هم وركړے۔ دا ډول مشرانو زمونږ ډاډګيرنه كوي۔ ټوله اسلامي نړۍ جسينډرا آرډرن يادوي چا چې د مسلمانانو او عيسائيانو ترمېنځه دائمي امن لپاره په موثره ډول كار كړې۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د رابطې هڅې كوٶ او ھغوي څخه به د غونډې رابللو مطالبه كوٶ، په دې غونډه كښې دې د اسلامي نړۍ مشران نه يوازې د غندنې قراردادونه منظور كړي بلكې بيا لپاره دې داسې هېوادونو ته خبردارې هم جاري كړي۔ وزيراعظم ووئيل پوپ فرانسس د دې پېښې غندنه كړې ده او دې څخه ئې د لا تعلقۍ څرګندونه كړې ده په دې مونږ د ھغه هم مننه كوٶ، دا يو مثبت قدم دے دې سره به د مسلمانانو غصه په سړولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا ايوان به هم په يوه خله قرارداد منظور كړي، د دوي دا فرض جوړېږي ھغوي به دا نه يوازې د سويډن حكومت ته بلكې ټولې نړۍ ته رسوي٬ خارجه دفتر هم په موثره ډول په سفارتي محاذ خپل كردار لوبوي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس