اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د تهنك ټينك انسټي ټيوټ آف پيس اينډ ډوېلپمنټ(انسپاډ)صدر ډاكټر محمد طاهر تبسم وئېلي دي چې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو نه غېر په سوئېلي آسيا كښې امن ناممكن دې٬ملګري ملتونه دې د 5 جنوري 1949 په قرارداد عملدرآمد وكړي۔سيمه كښې امن٬پرمختګ راوستلو او دانتهاخوښۍ ختمولو لپاره د كشمير امن ناكه حل ته اړتيا ده۔د خپلواكۍ حق ورځ په موقع خپل يو بيان كښې ډاكټر طاهر تبسم ووئيل په كشميريانو ظلم٬د اقليتونو حقونو ته زيان رسولو او قتل عام سره د هند د تقسيم عمل پېل كېدونكې دې٬د كومې مخ نيوې به چې بيا ملګرو ملتونو او نړيوالو طاقتونو په وس كښې نه وي۔ده ووئيل اقليتونه د هند د ظلمونو څخه تنګ راغلې٬انصاف او امن خوښې هېوادونه د هند د هندوتوا او آر اېس اېس د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ څخه تنګ دي۔ده ووئيل د فلسطين او كشمير د آزادۍ تحريكونو يو خوفناك شكل اختيارولې شي٬كشمير وړاندې څخه نيوكليئر كليش پوائنټ جوړ شوې۔ده ووئيل د مودي حكومت بايد په سمدستي توګه د پاكستان سره د كشمير په مسئله خبرې اترې پېل كړي او كه داسې ونه شوه نو لويې زيان به وشي۔ده ووئيل په سيمه كښې د انتهاخوښۍ ختمولو لپاره د كشمير امن ناكه حل ته اړتيا ده
كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو نه غېر په سوئېلي آسيا كښې امن ناممكن دې٬په سيمه كښې د انتهاخوښۍ ختمولو لپاره د كشمير امن ناكه حل ته اړتيا ده۔ډاكټر محمد طاهر تبسم
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ