اسلام آباد 09اکتوبر(اے پي پي) الېكشن كمېشن د پنجاب آئي جي امجد جاوېد سليمي د تعيناتۍ نوټيفيكېشن معطل كړو او د اسټېبلشمنټ ډويژن د سېكتر څخه يې په دوه ورځو كښې وجوهات غوښتلي۔ د الېكشن كمېشن لخوا جاري ??وې اعلاميې له مخې د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكتر ته د الېكشن كمېشن لخوا په ليكل شوي خط كښې وئيلي دي چې ضمني ټاكنې د اكتوبر په 14مه نېټه كال 2018م كښې كېدونكي دي٬ د دې څخه وړاندې د پنجاب آئي جي تبادله د كمېشن د ضابطه اخلاق خلاف ورزي ده ك??م چې د ضمني ټاكنو په اړه په تبادلو او تعيناتۍ بندېز لګولې دے۔ په خط كښې هغه خبر كړے شوے چې د اسټېبلشمنټ ډويژن لخوا د اكتوبر د 9مې نېټې جاري ??وې نوټيفيكېشن معطل كړے شوے او دې سره سره الېكشن كمېشن د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكتر ته هدايت كړے چې هغه په دوه ورځو كښې دننه د وجوهات وضاحت وكړي ولې چې الېكشن كمېشن د اح??ام??تو پابندي نه ده كړې
الېكشن كمېشن د پنجاب آئي جي امجد جاوېد سليمي د تعيناتۍ نوټيفيكېشن معطل كړو
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل