منډي بهاٶ الدين 18 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د دې عزم پخلې كړې دې چې حكومت ټارګټډ سبسډيز ٬ ځوانانو لپاره د روزګار بلها موقعې پېدا كولو لپاره سرمايه كار دوست ماحول جوړولو او د ګرانۍ منفي اغېز كمولو له بشپړه هڅې كوي، پنجاب كښې بلدياتي ټاكن كښې كاميابي باوري كولو لپاره دې پارلماني غړي په لاندې كچه كاركنان فعاله كړي۔ وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د منډي بهاٶ الدين يوه ورځنۍ دوره وكړه او د سيمې پارلماني غړو او مشرانو سره ئې ملاقات وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم دوي ته امر وكړو چې اولس سره خپله رابطه قوي كړي دغسې چې دوي د سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د جاري بېلا بېلو سركاري سكيمونو پحقله خبر كړې شي٬ په دې سكيمونو كښې د نيا پاكستان نېشنل هېلتھ كارډ له مخې يونيورسل هېلتھ كوريج، د احساس كارډ له مخې راشن رعايت پروګرام او د بې وسو خېر خبر اخستو لپاره نور اقدامات٬ د كسان كارډ له مخې فصلونو لپاره قرضې او په آرزانه بيعه معياري تخمونه٬ د كامياب جوان او كامياب پاكستان پروګرامونو له مخې هوم فنانسنګ٬ ارزانې كاروباري قرضې او ځوانانو لپاره د وظيفائي پوهې تربيه شامله ده۔ وزيراعظم دوي ته امر وكړو چې اولس ته احساس وركړئ چې حكومت د دوي د پرېشانو نه په بشپړه توګه خبر دې او د نړيوال ماركيټ د څيزونو د بيعې زياتېدو له امله د درآمدي ګرانۍ منفي اثراتو څخه ددوي ساتلو لپاره ټول ممكنه اقدامات كوي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې حكومت ټارګټډ سبسډيز او ځوانانو لپاره د روزګار بلها موقعې پېدا كولو لپاره سرمايه كار دوست ماحول جوړولو او د ګرانۍ د منفي اثراتو كمولو بشپړه هڅې كوي۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران مخدوم شاه محمود قرېشي،اسد عمر، چوهدري فواد حسېن ، شېخ رشيد احمد او شفقت محمو، د قامي اسمبلۍ غړي حاجي امتياز احمد چوهدري، شوكت علي بھټي، سيد فېض الحسن شاه، پخواني غړي محمد اعجاز چوهدري، نذر محمد ګوندل، مېجر ذوالفقار ګوندل، امتياز صفدر وړائچ، د صوبائي اسمبلۍ غړي محمد طارق تارړ، ګلرېز افضل چن، مامون جعفر تارړ، مياں احسن جهانګير، مياں اختر حيات، چوهدري لياقت علي بھدر، چوهدري ارشد، سليم سرور جوړا، چوهدري محمد اخلاق، محمد فېصل خان نيازي، پخواني صوبائي غړي طارق محمود ساهي، چوهدري محمد الياس، مياں ارقم خان او ګڼ شمېر ځائي مشران موجود وو۔
حكومت ټارګټډ سبسډيز، روزګار لپاره سرمايه كار دوست ماحول رامخې ته كولو او د ګرانۍ منفي اغېز كمولو له بشپړه هڅې كوي۔ د وزيراعظم عمران خان پارلماني غړو او مشرانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ