ب??جن?? 21 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحاتو او شمارياتو وفاقي ??زير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي چې پائيدار معاشي پرمختګ باوري كولو لپاره اقتصادي زونز جوړولو لپاره هڅې روانې دي٬ګو??در ټولې منطقې لپاره معاشي مركز جوړوو٬په ګو??در كښې پيټرو كميكل كمپليكس به دې كورېډور ته نوې اړخ وركړي٬د كركيلې پرمختګ لپاره د چين د تجربو څخه هر ډول ممكنه استفاده كولو لپاره كار روان دې۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ب??جن?? كښې د چين د ډوېلپمنټ ريسرچ سنټر آف سټېټ كونسل د دورې كولو په موقع وكړې۔د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف٬د پاكستان سفير مسعود خالد او پروجېكټ ډائرېكټر حسن داؤد هم ده سره وو۔وفاقي ??زير مخدوم خسرو بختيار ووئيل چې سي پېك د بيلټ اينډ روډ تر ټولو مهمه پروژه ده٬د سي پیك په وړومبي پړاؤ كښې د توان كمې پوره كولو لپاره سرمايه كاري شوې٬برېښنا سره سره د كركيلې٬صنعتي پرمختګ او په نورو څانګو كښې مرستې ته پام كولې شي٬وفاقي ??زير ووئيل چې پاكستان ته به په درآمداتو او برآمداتوت كښې توازن پېدا كول وي۔د چين صنعتونه پاكستان ته منتقل كولو او د اقتصادي زونز د آبادولو په پلو پام كولې شي۔ده ووئيل چې غېر ملكي سرمايه كاري پاكستان ته راوړولو لپاره اقدامات كولې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين د ريسرچ مركزونو ترمينځه د روابطو جوړولو سخت ضرورت دې
د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحاتو او شمارياتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار په بيجنګ كښې د چين د ډوېلپمنټ ريسرچ سنټر آف سټېټ كونسل د دورې په موقع خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن