اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون لپاره د كرغزستان وزيراعظم ژاپاروف اكيل بېك د نهې په ورځ اسلام آباد ته راورسېد۔ په نورخان ائیربېس د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملک او نورو اعلی سول او پوځ چارواكو د هغه رېډ کارپټ هركلے وكړو۔ په دې موقعه روايتي جامې اغوستې كوچنيانو ګرا?? مېلما ته ګ??دستې وړاندې كړې۔ د دواړو لارښودو ترمينځه د خېرسګالۍ كلماتو څرګندونه هم وكړې شوه۔ د کرغزستان وزیراعظم سره د اعلی ك??ې پلاوې هم راغلے دے په كوم كښې چې د معیشت او تجارت وزیر، نائب وزیر خارجه او اېس سي او لپاره نائب رابطه كار هم شامل دے۔ په دې موقعه په پاكستان كښې د كرغزستان سفير او د سفارتخا??ې نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل