اسلام آباد 09 نومبر(اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي اپوزېشن د اليكټرانك ووټنګ مشين او انتخابي اصلاحاتو په اړه د حكومت ملګرتيا نه كوي٬د پاكستان تحريك انصاف(پي ټي آئي)حكومت په انتخابي نظام كښې سپيځلتيا راوستو لپاره راتلونكو ټاكنو كښې جديد ټېكنالوجۍ متعارف كول غواړي خو د بده مرغه اپوزېشن په هېواد كښې د سپيځلو ټاكنو مخالفت كوي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د اپوزېشن ډلو مشران په خاص توګه پاكستان مسلم ليګ(ن) او پاكستان پيپلز پارټي په ټاكنو كښې د درغلۍ په سبب تر اوږدې مودې په هېواد حكمراني كوله او د پيپلز پارټۍ پارټنرشپ ماتولو كرېډټ وزيراعظم عمران خان لري ځي۔وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل پيپلز پارټي او (ن)ليګ د هېواد معيشت او قامي ادارو تباه كولو ذمه وار دي او موجوده حكومت په اقتدار كښې د راتللو نه پس د هېواد معيشت او د قامي ادارو مضبوطولو لپاره ګامونه پورته كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت د اولس او قامي ګټې لپاره به ټول ضروري اقدامات كوي۔
اپوزېشن د اليكټرانك ووټنګ مشين او انتخابي اصلاحاتو په اړه د حكومت ملګرتيا نه كوي۔سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ