سرینګر۔4 ستمبر(اے پی پی) جموں وكشمير كښې په غېر قانوني توګه كور كښې نظر بند كړې شوي د حريت فورم چيئرمېن مير واعظ ??مر فاروق د مشر حريت لارښود سي?? علي ګېلاني په مړينه غمژنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې حريت فورم په يو بيان كښې وئيلي دي چې مير واعظ فاروق نسسيم ګېلاني او نعيم ګېلاني س??ه ټېلېفوني تماس ونيولو او هغوي س??ه ئې د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ خپلو خبرو كښې هغه ووئيل يوه كورنۍ د خپل عزيز دفن كولو بنيادي حق نه محرومه ساتل يو غېر انساني فعل دے۔ مير واعظ ووئيل د غم په دې وخت كښې ټول قام د ارواښاد كورنۍ سره ولاړ دے۔ میر واعظ ??مر فاروق د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په سي??سي او مزاحمتي محاذونو د سي?? علي ګېلاني خذمات او قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د هغه په حق رسېدو سره نه يوازې سي??ست كښې يوه خلا رامخې ته شوې بلكې يو دور هم پايې ته رسېدلے دے۔ فورم د قابض هندي چارواكو لخوا د كرفيو او مواصلاتي بندش او د ارواښاد د كورنۍ غړو او خلقو ته د مشر لارښود د جنازې لمونځ كښې د ګډون كولو اجازې نه وركولو سخته غندنه كړې
مير واعظ فاروق د سيد علي ګېلاني په مړينه غمرازي ښكاره كړه
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر