اسلام آباد 22 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره زور راوړې د افغان كډوالو ستنېدل ضروري او سيمه كښې كوټلي امن او پرمختګ له ?? پاكستان د هڅو ضروري برخه ده٬نړيواله ورورولي دې د دې دې مقصد ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار وكړي۔د ه دا خبره د ملګرو ملتونو كډوالو لپاره هائي كمشنر فليپو ګرانډي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ ايوان صدر ك??ې ليدنه ك??ې و۔ د سېفران وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ هم په دې موقع موجود و۔ اولس مشر ممنون حسېن پاكستان د يو اېن اېچ سي آر هركلي كولو سره ووئيل چې پاكستان د ټولو كډوالو ستنېدو او د هغوي ترجيحي مقصد په اړه د كوټلي نتيجو ترلاسه كولو لپاره په ګډه د كار كولو خوښي لري۔ده ووئيل په دې اړه په نړيواله ورورولۍ هم لويه ذمه واري راځي۔ده ووئيل پاكستان درې لسيزو څخه زيات وخت په خپله ??مكه د كډوالو كوربتوب كولو سره كردار ترسره كړې۔اولس مشر ووئيل بايد افغان كډوالو كوربتوب سره سياسي٬سماجي٬اقتصادي٬سلامتيا او ماحولياتي نتيجو سره اړوند د پاكستان قرباني لوېديزه نړۍ وستائې۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې پاكستان سيمه كښې امن او استحكام له ?? افغان كډوالو ستنېدو په حقله ??ائز توقع هيله لري۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې نړۍ له ?? ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد هلو ځلو ته اړتيا ده دغسې چې ټوله نړۍ كښې امن او استحكام راشي او د نړۍ په ټولو برخو كښې د كډوالو بحران ختم شي۔د ملګرو ملتونو هائي كمشنر په زياته شمېره كښې د افغان كډوالو كوربتوب كولو د پاكستان مرسته ستائېلو سره ووئيل چې زمونږ اداره به د كډوالو ستنېدو لپاره ښه چاپېرچل پې??ا كولو او د هغوي مسئلو حل له هڅې كوي۔
د افغان كډوالو ستنېدل ضروري او سيمه كښې كوټلي امن او پرمختګ له د پاكستان د هڅو ضروري برخه ده
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ