اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر دوه ورځنۍ دورې په مهال په تود هركلي او په زړه پرې مېلمستياﺀ د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني مننه كولو سره وئېلي دي د پا??ستان او قطر شريكې اړيكې له قوي كولو له عزم لرو۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل هغه د قطر د خپلې دورې ترسره كولو نه پس پا??ستان ته بېرته روان دے٬ده ??ه تود هركلي او په زړه پرې مېلمستيا د قطر حكومت او اولس په خاص توګه د امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني مننه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د هغه د قطر دورې دوه اړخونه د ذكر وړ دي يو دا چې پا??ستان او قطر د سباؤن په اړه يو واضحه وژن لري او په تندۍ سره په بدلېدونكې نړۍ كښې نوې موقعې او لارې موجود دي۔دوهمه دا چې مونږ اقتصادي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو په توګه مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔وزيراعظم ووئېل د ده د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ډېر ګټور ملاقات شوے چې پكښې مونږ خپلې غوره دوه اړخيزه اړيكې په ستراتېژېكي شركت بدلولو او لوړې كچې ته د رسولو پريكړه كړې۔ده د پا??ستان معيشت په بېلو څانګو كښې د قطر لخوا د 3 اربه ډالرو ??ه سرمايه كارۍ د قطر امير مننه هم وكړه۔