اسلام آباد۔6مئی (اے پی پی) د ازبکستان د کلتور او سېلګرۍ وزیر نظربیکوف ازودبیک اخمدویچ د ګلستان په ښکلي ښار کښې په كېدونكي III بخشي نړيوال فېسټيول كښې د وزيراعظم صلاكار په مشرۍ كښې پاكستاني پلاوي ته تود هركلے ووے۔ پلاوي د نندارتون د بېلابېلو برخو دوره وكړه او د فن پارو ستائنه يۍ وكړه۔ په دې موقع د نندارتون چارواكو د وزيراعظم صلاحكار ته بريفنګ وركړو او ده ته يۍ هركلے ووے۔ انجینر امیرمقام د آرټ ورك په نندارتون كښې ژوره خوښي ولرله۔ ده ووئيل پاكستان او ازبكستان په كلتور٬ تاريخ او ښائسته كلتوري ميراث كښې يو بل سره تړلي دي۔ ده د كلتوري اړیکو ترڅنګ په نورو ټولو برخو کښې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړو۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا