اسلام آباد 22 اپريل (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان او سعودي عرب خپلو كښې شريك تاريخ ،كلتور ،روايات ، عقيده او اقدارو خپلولي لري ، پاکستان د سعودي عرب سره اړيكي لا مستحکمول غواړي۔ده دا خبره سعودي عرب لپاره د پاکستان نامزد سفيرليفټيننټ جنرال (ر) بلال اکبر سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې ليدلي ؤ۔ صدر مملکت ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې شريك تاريخ ،كلتور ،روايات ، عقيده او اقدارو خپلولي لري ، پاکستان د سعودي عرب سره اړيكي لا مستحکمول غواړي،دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو شريك خيالات لري۔ صدر عارف علوي سعودي عرب كښې مېشته پاکستانيانو له آسانيو وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې سعودي عرب كښې پاکستاني کميونټۍ ته پېښو مسئلو حجل كولو ته پام لرنه وكړي۔ ده نامزد سفير له مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړه د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه دوه اړخيزه اقتصادي مرسته او سرمايه کارۍ ته ودي وركولو له هڅي وكړي۔
سعودي عرب كښې پاکستاني کميونټۍ ته پېښو مسئلو حل كولو ته دې پام لرنه وكړې شي،
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena