اسلام آباد 27 اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان اتومي طاقت دے٬څوك ورته په ناوړه نظر نشي كتلے ٬عمران خان د پاكستان ادارو په ضد ناوړه كمپائن چلوي٬هغه د فارن فنډنګ په ايجنډا چلېږي٬تېره حكومت د سي پیك پروژو ته پام نه دے كړے٬ اتحادي حكومت د سي پیك پروژو ته پام لرنه كوي٬سي پېك پروژې به مخ په وړاندې بوځو۔د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د 11مې جے سي سي غونډې پنه پس خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔وفاقي وزير ووئيل چ اېم اېل ون او د كراچي سركلر رېلوے پروژې په تندۍ سره تر سره كولو له كار كولو حكومت هڅې كوي اېم اېل ون يو سټريټجك پروژه ده٬د كومې د فريم ورك په لوظ نامه چې د وړاندې نه لاس ليك شوے ؤ ۔ده ووئيل د موسمياتي بدلون په سبب د آبي وسائلو ته د پام كولو ضرورت دے ٬د اوبو ذخيرې ښه والي لپاره به د چين د تجربو څخه استفاده كوو۔د آئي ټي ودې لپاره چينائي كمپنو ته د سرمايه كارۍ بلنه وركوو٬پاكستان د معدني وسائلو څخه ډك دے٬د پاكستان برآمدات زياتولو لپاره به د چين څخه معاونت اخلو او د هېواد ښه سباؤن لپاره به برآمدات زياتول وي۔ده ووئيل د كركيلې ښه والې ته هم مونږ پام لرنه كوو٬اېم اېل ون پروژه هم ډېر زر پیل كول غواړو۔۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين دوره د اهميت وړ ده٬پاكستان د بدترين موسمياتي بدلون سره مخ دے كوم څخه چې 30 بلين ډالره زيان شوے٬د سياسي انتشار څخه د هېواد معيشت ځپلے كېږي٬عمران خان په تېر وخت كښې هم د چين د صدر دوره لا مينځه وړې وه ۔۔
اتحادي حكومت د سي پیك پروژو ته پام لرنه كوي٬ايم اېل ون او كراچي سركلر رېلوے پروژې ته حكومت ترجيح وركوې۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د جے سي سي غونډې نه پس خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ