اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د بلوچستان په هائي كورټ كښې د اېډېشنل ججز تعيناتۍ منظوري وركړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې اېډووكېټ اقبال احمد كاسي او اېډووكېټ شوكت علي رخشاني د بلوچستان هائي كورټ اېډېشنل ججز تعينات كړې شوي دي۔ صدر مملكت ایډووکیټ ګل حسن ترین ، محمد عامر نواز رانا او سردار احمد علیمي هم د اېډېشنل ججز په توګه د تعيناتۍ منظوري وركړې شوې۔ صدر مملكت د تعيناتۍ منظوري د جوډېشل كمېشن آف پاكستان سفارشاتو په رڼا كښې د وزيراعظم په اېډوائس وركړې۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د تعيناتو منظوري د آئين آرټيكل 175 اے له مخې وركړې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج