اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران و فاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې پاكستان د نړۍ 5 م ستر جمهوريت دے٬ د ټاكنو عمل مشاهدې له 92 بهرنيو مبصرينو ته وېزې جاري كړې شوې دي ٬ د سوليزو ټاكنو كول به باوري كوؤ٬ په هېواد كښې عدليه او ميډيا آزاده ده٬ هر يو د رايې آزادي او د تنقيد كولو حق لري٬ ټاكنو لپاره بلها وسائل لرؤ٬ په ټاكنو كښې به 12 كروړه اولس د رايې وركولو خپل حق كاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د داخله وزارت ٬ خارجه وزارت ٬ د اطلاعاتو وزارت او د الېكشن كمېشن استازو سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د ټاكنو په كولو كښې يوازې څلور ورځې پاتې دي۔ پاكستان كښې اولنۍ ټاكنې 53 كاله وړاندې د كال 1970ء په دسمبر مياشت كښې شوې وې۔ ده ووئيل د ټاكنو امنيت لپاره غوره انتظامات شوي دي٬ په پولنګ سټېشنونو د تھری ټیئر سسټم لاندې امنيت په ځايې كړې شوې دې٬ په اولنۍ برخه كښې به پوليس ٬ دويمه كښې رېنجرز او اېف سي خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي او د امنيت درېم ټيئر به پاك پوځ سره وي۔ ده ووئيل د څلورو واړو صوبو اسمبليو پنجاب ٬ سندھ ٬ بلوچستان ٬ خېبر پښتونخوا او قومي اسمبلۍ لپاره ټولټاكنې كېږي او حكومت به د فرورۍ په 8 مه نېټه سوليزې او سپېځلې ټاكنې كېدل باوري كړي۔ ده ووئيل د ټاكنو په اړه بې بنسټه ډونډرې روانې وې خو مونږ به مستقل مزاجۍ سره وئيل چې ټاكنې به د الېكشن كمېشن لخوا په ټاكلې شوې نېټه كېږي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په پاکستان كښې عدليه او ميډيا آزاده ده ٬ هر يو د ټكونو كولو حق لري٬ په عدالتي پرېكړو كومه تبصره كولې نه شوو٬ مونږ د نګران حكومت استازېتوب كوؤ كوم چې د آئين او قانون لمخې جوړ كړے شوے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ووټرز مجموعی شمېره 12 کروړه 85 لکه 85 زره 760 ده به كومو كښې چې 6 کروړ 92 لکه 63 زره 704 سړي او 5 کروړ 93 لکه 22 زره 56 مېرمنې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پاكستان كښی د كال 2008 او كال 2013 په ټاكنو كښې هم امنيتي خطرې وې ٬ پاكستان د ترهګرو په ضد كارروايۍ كوي۔ ده ووئيل مونږ به دا خبره باروي كوؤ چې ټاكنې په سوليز چاپېريال كښې وكړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نګران حكومت د اېس آئی اېف سی لاندې معاشي لوظنامې وكړې، د اېس آئی اېف سی لاندې سرمايه كارو ته ترغيب وركولې شي۔ ده ووئيل كله چې نګرانې كابينې سوګند پورته كړو نو په انټر بېنك كښې د ډالر قيمت 296 روپۍ وو او په اوپن ماركيټ كښې 350 څخه تر 400 روپۍ وو۔ دا به وئيلې شوو چې د ډالر قيمت به 500 روپو ته ورسي۔ ده ووئيل نګران حكومت د معيشت بهترۍ له فعاله ګامونه پورته كړل او د ډالر په قيمت يۍ قابو وموندلو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل 92 بهرنيو مبصرينو ته وېزې جاري كړې شوي دي په كومو كښې چې د روسيه، جاپان، سوئيلي افريقې ، زمبابوے، نېدر لېنډ، ملائیشیا، هنګری، سویډن، آذربائیجان او المان په شمول د نورو هېوادونو مبصرين شامل دي۔ د پي ټي آئي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پي ټي آئي تورونه بې بنسټه دي٬ چې كوم كسان نيولې شوي دي په هغو كښې ځينې د 9 مئي په پېښو او ځينې نور په نورو مقدمو كښې ككړ دي نو ځكه د پي ټي آئي تورونه بې بنسټه دي بياهم هغوي د خپلو تحفظاتو څرګندونه په آزاد ډول كولې شي۔ ده ووئيل ميډيا موجود ده او هغوي د عدليه په شمول نورې قانونې لارې لري۔
پاكستان د نړۍ 5 م ستر جمهوريت دے٬ د ټاكنو عمل كتلو له 92 بهرنيو مبصرينو ته ويزې جاري كړې شوې ٬ د سوليزو ټاكنو كول به باوري كوؤ٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي بهرنيو مبصرينو او ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa