اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د خالي په ورځ په درې ورځنۍ سركاري دوره سعودي عربستان ته ځي۔ د دورې په مهال به هغه سعودي مشرتابه سره دوه اړخيزه خبرې كولو سره سره ٬ پاكستان كښې د سرمايه كارې ودې حوالې سره دستوره او د منځني ختيځ ګرين انېشي اېټيو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم به د خالي په ورځ په درې ورځنۍ دوره سعودي عربستان ته ځي۔ وزیراعظم عمران خان دا دوره د ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان بن عبدالعزیز په بلنه كوي۔ وزیراعظم سره به خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د كابينې نورو غړو په شمول د اعلی كچې يو پلاوې هم وي۔ وزیراعظم عمران خان به د مشرق وسطیٰ ګرین انیشی اېټیو مشرانو غونډې پرانستې دستوره كښې ګډون كوي كومه كښې به چې هغه د ماحولياتي بدلونونو د لاسه پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته د پېښو مسئلو په اړه خپل نكته نظر وړاندې كړي۔ وزيراعظم به د ماحولیاتی چېلنجز مخنيوي له طبيعي حل سره اړوندې د پاكستان تجربې هم په ډاګه كړي۔ د مشرانو دا غونډه د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبد العزيز اقدام دې۔ د منځني ختيځ سيمې حوالې سره دا د خپل نوعيت اولنۍ غونډه ده۔ دا ګرين سعودي عرب او ګرين مشرق وسطی اقدامات دي كوم چې ولي عهد د روان كال مارچ مياشت كښې پېل كړي دي چې مقصد ئې د زمكې او ماحولياتو تحفظ دې۔ وزیراعظم عمران خان دا دواړه ګامونه خوشبينه ګرځولې وو او دا پېشكش ئې كړې ؤ چې هغه ولي عهد سره د پاكستان د شين او ښېرازه پاكستان او د وزيراعظم د 10 اربه ټري سونامي تجربې ګډولې شي۔ وزيراعظم عمران خان به د خپلې دورې په مهال سعودي مشرتابه سره ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې هغه د پاكستانيانو خېر ښېګړې ٬ پاكستاني خواري كښو له د لا موقعو رامخې ته كولو او معاشي او تجارتي اړيكو كښې پېشرفت ته خصوصي پاملرنه كوي۔ وزیراعظم عمران خان به د خپلې دورې په مهال پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودې حوالې سره يوه دستوره كښې ګډون هم كوي۔ وزيراعظم به په سعودی عربستان كښې پاكستاني ورورولۍ سره تعلق لرونكو نوموړو سرمايه كارو او كاروباري شخصياتو سره هم خبرې كوي۔ پاکستان سعودی عربستان سره د ورورولۍ او په دوه اړخيزه مرسته اډانه تاريخي او مذهبي اړيكي لري۔ په سعودي عربستان كښې د 20 لكه نه زيات پاكستانيان د دواړو هېوادونو په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د وزيراعظم دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔
وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ په درې ورځنۍ سركاري دوره سعودي عربستان ته ځي
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا