اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي موجوده حكومت هېواد د معيشت ريډزون څخه ويستلو كښې كامياب شوے او اوس د ريكوري پلو روان دے ٬ دغسې د سي پ??ك په پروژو په تندۍ سره كار روان دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د پالېسي انسټي ټيوټ(اېس ډي پي آئي)زير اهتمام د “CPEC-Green Development” په عنوان يو سيمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ هم په دې موقع موجود ؤ او په دستوره كښې خلقو په ګڼ شمېر سره ګډون كوو۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل پاكستان د استحكام د لارو لټون كړے او د پاكستان په اړه د نړۍ رائے بدله شوې ٬د پاكستان ??و چين ترمينځه راتلونكې منصوبې به د ګر??ن اكانومي او د توان په څانګو اډانه وي ځكه چې موجوده حكومت د توان د تجديد وړ پروژو منصوبه بندي هم كوي۔وفاقي وزير دا خبره ستائېلو س??ه ووئېل چين د خپلو س??مايه كارو پاكستان ته د رالېږلو س??ه د ملګرتيا ثبوت وركړے د كوم به چې پاكستان تل مشكور وي۔ده ووئيل د چين صدر د سي پ??ك وژن له مخې به پاكستان دې پروژو ته ترجيح وركوي كومې چې ګر??ن اكانومي ته وده وركوي۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل ماحوليات او موسمياتي بدلون مهمې څانګې دي او په ټوله نړۍ كښې اثرات راپېدا كوي٬مونږ د كم كاربن فوټ پرنټ باوجود مونږ اوس هم تر ټولو زيات خطر سره مخ يو۔ده ووئيل اپرېل 2014 كښې چې كله د چين صدر د پاكستان دوره وكړه نو د 46 ملين ډالرو ماليت مرستې په لوظ نامو ئې لاس ليك وكړو او ټوله نړۍ پاكستان ته د سرمايه كارۍ د يو مم??نه منزل په توګه كتل ٬ ده ووئيل دا د بدقسمتۍ خبره ده چې په تېرو څلورو كلونو كښې د سي پ??ك يوه منصوبه هم مكمل نه كړې شوه
موجوده حكومت هېواد د معيشت ريډزون څخه ويستلو كښې كامياب شوے٬اوس د ريكوري پلو روان دے۔وفاقي وزير احسن اقبال سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری