اسلام آباد۔26جنوری (اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبد القيوم نيازي وئيلي دي چې هند هسې په خله د جمهوري هېواد كېدو ادعا كوي٬ له 74 كلونو راهېسې د ملګرو ملتونو د قراردادونو عملي كولو څخه انكاري دې او كشمير يۍ قبضه كړې دې٬ نړۍ د هندوستان تور مخ بايد وويني٬ هندوستان د 9 لكه قابض پوځ او د آر اېس اېس ياغيانو د لارې كشميرې اولس محاصره كړې دې۔ دشورؤ په ورځ د هندوستان تش د نامې جمهوريت ورځ د كشميري اولس لخوا د تورې ورځې په توګه د لمانځلو حوالې سره خپل خصوصوي پېغام كښې هغه ووئيل هند ادعا خو د يو جمهوري هېواد كوي ولې په حقيقت كښې دا يو انتها خوښې هېواد دے۔ هغه ووئيل هندوستان له 74 كلونو راهېسې كشميرې اولس د خپلواكۍ حق څخه محرومه ساتلې دې۔ هندوستان په مقبوضه كشمير كښې ظلم او زيات روان ساتلې دې۔ سردار عبد القیوم نیازی ووئيل نړۍ د هندوستان تور مخ بايد وويني٬ هندوستان د 9 لكه قابض پوځ او د آر اېس اېس ياغيانو د لارې كشميرې اولس محاصره كړې دې۔ هغه ووئيل كشميريان چې په نړۍ كښې چرته هم دي هغوي دې د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي۔ هغه ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې آرټیکل 370 او 35 اے ختمولو سره اوس دغلته ډېموګرافي بدلوي
هندوستان له 74 كلونو راهېسې كشميرې اولس له خپلواكۍ حق څخه محرومه ساتلې٬ د آزاد كشمير وزيراعظم
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش