اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د تېلو په بېغه كښې په اضافه داسې پروپېګنډه كولې شي لكه چې مو??ږ د نړۍ نه لرې په كومه بله سياره يو، په نړۍ كښې چې د تېل او ګاز بيعې لوړې شي نو په پاكستان كښې به هم لوړېږي. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د اطلاعاتو وفاقي وز??ر ووئيل چې ټول هېواد په سبسډې نه شي چلېدې. نن بيعې لوړې دي، سبا چې ټيټې شي نو دلته به هم ټيټې شي. ده ووئيل چې د يو قوم په شان په ګډه به د ستونزو مقابله كوو. وفاقي وز??ر ووئيل چې معاشي مشكلات عارضي دي، انډسټري، كركيله او د تعميراتو څانګې تاريخي منافع ګټي. ده ووئيل چې د تنخادار طبقې ستونزې شته، پرائيوېټ څانګه دې د خپلو كاركنانو په تنخاګانو كښې اضافه و??ړي. په آمدن او روزګار كښې اضافه د ګرانې حل دے.
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی