اسلام آباد۔28جون(اے پی پی)د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي په پاكستان كښې د كركيلې اهميت چرې هم كمېدے نه شي٬د كركيلې پرمختګ لپاره د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وزارت له مالي كال 22-2021 لپاره 13 اربه روپۍ وركړې شوي۔د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د نېشنل فوډسېكورټي اينډ ريسرچ وزارت ته د پرمختيائي خرڅونو لپاره 12 اربه روپۍ اضافي فنډ هم وركولې شي۔ده ووئيل په ابتدائي توګه وزارت لپاره 12 اربه روپۍ تجويز شوې وې خو د دې نه پس 25 اربه شوي ۔ده ووئيل د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ لخوا د كركيلې پرمختګ او تحقيق اهداف لپاره اوس بجټ 41 اربه روپۍ كړې شوې۔
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ