اسلام آباد۔7مارچ(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي توشه خانه كېس عمران خان لويې ستونزې سره مخ كړے ٬ وخت به اوښائي چې څوك په چا څه كوي٬ په پټه خله دړكې هېڅ اهميت نه لري٬ آخر خو به عمران خان ګرفتار كړے شي٬ دا به وخت اوښائي چې چا سره به څه كېږي٬ عمران خان كه له زندان څخه يرېږي نو لږ همت نواز شريف څخه اغستلے شي۔ د نهې په ورځ په ټي ټي وي هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل په بلوچستان كښې د ترھګرۍ پېښې غندنه كوؤ۔ ده ووئيل يو څو مياشتې راهېسې د ترهګرۍ نوې چپه اندېښمنه ده٬ امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ مقابله كوي٬ پاك پوځ ٬ پوليس او اېف سي قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل دوه اونۍ وړاندې مونږ افغانستان ته لاړ وؤ ٬ زمونږ دوره ډېره ښه وه۔ ده ووئېل هيله ده چې افغان پلاوې هم پاكستان ته راشي۔ د افغانستان خاوره بايد د پاكستان په ضد ونه كارولې شي۔ په دې اړه لوظنامه هم شته۔ افغان حکومت زمونږ په دريځ د بشپړ عمل كولو باور راكړے ۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم مونږ په ترهګرو قابو موندلے ؤ او دا وارې به هم قابو ومومؤ۔ ده ووئيل عمران خان د يو څو ورځو راهسې ډرامه شروع كړې ۔ په 75 كلن تاريخ كښی څومره تورن عدالت ته وړاندې شوي۔ سياسي لارښودو قربانۍ وركړې۔ زمونږ په تاريخ كښې تر ټولو لويه قرباني د ذوالفقار علي بھټو په سولۍ كول وو او ټولو د دې اعتراف كړے ۔ ده ووئېل نواز شريف او د هغه لور په سوؤنو ځل عدالت ته وړاندې شوي ٬ زندان يۍ خوړلے ٬ نااهل ګرځولے شوے خو عدالت ته به وړاندې كېدو۔ ده ووئيل نن د عمران خان وكيل وړاندې شو نو هغه سره وكالت نامه نه وه۔ ده ووئيل يو وخت ؤ عمران خان به د جنرل باجوه سندرې وئيلې او اوس يۍ د كورټ مارشل خبرې كوي۔ ده ووئيل په عمران خان د كرپش بلها كېسونه دي ٬ اوس عمران خان د توشه خانې كېس په شمول ټولو كېسونو څخه خطره محسوسوي۔ ده ووئيل راتلونكے وخت به دا اوښائي چې څوك به چا سره څه كوي۔ عمران خان به ګرفتارولے شي د هغه خوښه ده كه هر څه وكړي۔ ده خواست وكړو چې عمران خان سره دې هم د نورو سياستمدارو په څير سلوك وكړے شي۔ ده ووئيل شوکت خانم يوه ښه اداره ده٬ فارن فنډنګ كېس كښې د شوکت خانم فنډنګ سياسي مقاصدو لپاره كارولے شو۔ كه عمران خان بې ګناه دے نو بيا دې عدالتونو ته وړاندې شي۔
توشه خانه كېس عمران خان لوئې ستونزې سره مخ كړے ٬ وخت به اوښائي چې څوك په چا څه كوي؟ د دفاع وزير خواجه محمود آصف
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت