اسلام آباد 12 جنوري (اۓ پي پي ) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته راغوښتلے شوے او په 11 جنورۍ د قابضو هندي ځواكونو له اړخه د كنټرول لائن په نېزه پير سېكټر د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے۔ د هند د ډزو په نتيجه كښي 10 كلن بې ګناه ماشوم ژوبل شوے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند تر مخه د هند سيئنر سفارتكار ته احتجاجي مراسله وركړې شوې او ورته وئيلې شوي چي د هند قابض ځواكونه د ايل او سي او وركنګ باونډريز پرله پسې خلاف ورزۍ كوي او په غټو وسلو عام اولس په نخښه كوي ۔هغه زياته كړه هندي ځواكونه عام وګړي په نخښه كوي كومه چي د بشري حقونو خلاف ورزي او د انسانيت لپاره د شرم خبره ده ۔ د هند د دغې خلاف ورزو له كبله د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے ۔ هند سږ كال 48 وارې د ډز بندۍ خلاف ورزي كړې چي پكښي 3 بي ګناه وګري تپيان شوي ۔هغه ووئيل د هند د دې خلاف ورزيو مقصد كشمير كښي د روان ظلم او د نړيوالو بشري حقونو د خلاف ورزيو نه د نړۍ پام اخوا كول دي ٬هغه په هند زور راوړو چي هند د 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې پاسداري وكړي او د ملګرو ملتونو مبصرين (يو اين ايم او جي آپي پي ) له شخړيز كشمير كښې د پلټنو اجازه وركړي۔
د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته راوغوښتلے شو
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا