پیښور۔ 06 ستمبر (اے پي پي ) وزیراعلیٰ خیبرپښتونخوا علي امین ګنډا پور وئېلې دي د 6 ستمبر ورځ په پاکست??ني قام كښې د مورني هېواد لپاره يوه نوې جذبه راپیدا کوي۔ د یوم دفاع او شهداء په مناسبت سره خپل خاص پیغام كښې وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور ووئېل د 6 ستمبر 1965ورځ د پاکست??ني قام لپاره يوه تاریخي ورځ ده ،د پاکستان بوځونو دښمن له په زړه پورې ځواب وركولو سره د هغوي ناپاکه عزائم خاورې كړې وو ۔ ده ووئېل په دې ورځ د وسله والو ځواكونو ځوانانو ?? خپلو ځانونو په قربانۍ ثابت كړې چې مونږ د مورني هېواد ساتنې لپاره ت?? هر حد تللے شوو۔علي امین ګنډاپور ووئېل د?? نن ورځ په پاکست??ني قام كښې د هېواد سره د مينې يوه نوې جذبه راپیدا کوي ۔ ده ووئېل د 6 ستمبر ورځ نړۍ لپاره پېغام دے چې پاکستانے قام ?? خپل هېواد حفاظت ،ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه كوي ۔په دې ورځ پاک پوځ د دښمن د يرغل په زورور ځواب وركولو د هغوي ناپاکه عزائم خاورې كړې وو ۔وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا ووئېل د?? نن ورځ د ګران وطن دفاع او سلامتیا په خاطر ?? خپلو ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو ته د بېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده ۔ نن مونږ لوظ كوو چې پاکستان به يو عظیم ، مضبوط او خوشحاله هېواد جوړولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو ۔
د 6 ستمبر ورځ په پاکستاني قام كښې د مورني هېواد لپاره يوه نوې جذبه راپیدا کوي ،وزیراعلی خیبر پښتونخوا
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم