اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د پاكستان او مېكسيكو ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت 5م پراؤ كښې په ورچوئل موډ وكړے شو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان لخوا د پلاوي مشري د خارجه وزارت اېډیشنل سېکرټري(امریکا) فېصل نیاز ترمذی او د مېكسيكو د پلاوي مشري د مېکسیکو په خارجه وزارت كښې د افریقې، منځنۍ آسيا او منځني ختيز لپاره ډائرېکټر جنرل امپارو اېنګیانو كوله۔ په ملاقات كښې مېكسيكو كښې د پاكستان سفير هم ګډون كولو۔ د مشاورت په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ټولو څانګو سره سره په سيمه ايزو او ګڼ اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ ايډيشنل سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې پاكستان مېكسيكو سره تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ او په اولسي كچه د رابطو په شمول بېلو څانګو كښې خپلو اړيكو ته د لا ودې وركولو عزم لري۔ ایډیشنل سېکرټري په پېسیفک الائنس كښې د مبصر درجې ترلاسه كولوله د پاكستان په ملاتړ كولو د مېكسيكو حكومت مننه وكړه او د الائنس د لارې يۍ لاطيني امريكا سره مرسته زياتولو له خوښي ښكاره كړه۔ ده ووئيل پاكستان د جيو اكنامكس ضرورت ته خاص پاملرنه كوي او په داسې پالېسيو عمل كوي كومې چې امن ٬ پرمختګ او سيمه ايزو رابطو ته وده وركړي۔ پاكستان په اسلام آباد كښې د مېکسیکو مشن يو وارې بيا پرانستلو پشمول د ژورو سفارتي مصروفياتو په اهميت هم زور راوړو۔ دواړو د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ تعليم ٬ كلتور ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې د مرستې زياتولو په يو شمېر لوظنامو د لاس ليك كولو لوظ هم وكړو۔ په دې مهال د سياسي مشاورت په مهال د سيمه ايزو او نړيوالو چارو په شمول د افغانستان، یوکرېن او د مقبوضه جموں وكشمير په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو اړخونو د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په بل پراؤ هم اتفاق وكړو۔ اېډیشنل سېکرټري خپل مېکسیکن همڅنګ ته پاكستان كښې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت شپږمه غونډه كښې د خپل پلاوي د مشرۍ كولو بلنه هم وركړه
د پاكستان او مېكسيكو ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په 5م پراؤ كښې په سيمه ايزو او ګڼ اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ