استنبول۔22اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي پاكستان تركيه سره په ګډه سكرين ټورازم معارفي كولو كښې خوښي لري٬ د تركيه فلم ساز د پاكستان د سېلګرۍ په ښائسته سيمو كښې فلم بندي كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د تركيه د كلتور او سېلګرۍ دوهم وزير احمت مصباح او د ترکیه د فلمی صنعت پلاوي سره د ملاقاتونو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزيرې په تركيه كښې كېدونكي فلم فېسټيول كښې د پاكستاني فلمونو د نندارتون اعلان هم وكړو۔ د تركيه دوهم وزير سره خپلو خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان په پرمختګ كښې د تركيه كردار د هېرولو نه دے٬ دواړه هېوادونه دوه اړخيزه ژورې اړيكې لري٬ پاكستان تركيه سره په ګډه سكرين ټورازم معارفي كولو كښې خوښي لري٬ د سكرين ټورزم د لارې دواړه هېوادونه خپل خپل كلتوري تنوع او قدرتي ښكلا په نړيواله كچه رامخې ته كولې شي۔ دې ووئيل د سېلګرۍ څانګې پرمختګ له به مونږ د تركيه تجربو څخه استفاده كوؤ۔د تركيه د فلم انډسټرۍ پلاوي سره خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل په پاكستان كښې جوړ شوي درې نوي فلمونه په فلم فېسټيول كښې وړاندې كېدې شي۔ دې ووئيل د 1970 په لسيزه كښې پاكستان د نړۍ درېم فلم جوړونكے لويے هېواد وو۔ دې ووئيل په كال 2008 كښې په فلمي صنعت يو وارې بيا كار پېل شو۔ په دې موقعه د تركيه د كلتور دوهم وزير ووئيل تركيه به پاكستان سره د سېلګرۍ په څانګه كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ د تركيه د فلمي صنعت پلاوې په خپلو خبرو كښې ووئيل ترکیه كښې موجود د هالېنډ ٬ تركيه او فرانس تر ټولو غوره كمپنۍ پاكستان سره فلم پروسسېنګ لېب تكنيكي مرسته كولې شي۔(MWA/MWA/1604)
پاكستان تركيه سره په ګډه سكرين ټورازم معارفي كولو كښې خوښي لري٬ د تركيه فلم ساز د پاكستان د سېلګرۍ په ښائسته سيمو كښې فلم بندي كولې شي٬ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی