اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد، د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئيلي دي چې د هېواد د خپلواكې، خوددارې او قومي غېرت سودا به ونه كړو، د هر يو بهرني او كورني سازش به عمران خان سره په ګډه مقابله كوو، د پاكستان وزيراعظم د مسلمانانو رهبر جوړ شوے، حكومت سره زمونږ اتحاد د اصولو دے، پارلمان او جمهوريت قوي ليدل غواړو. د اتوار په ورځ د اسلام آباد په پرېډ ګراٶنډ كښې د پي ټي آئي امر بالمعروف غونډې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل چې د اسلاموفوبيا په ضد په ټوله نړۍ كښې عمران خان غږ پورته كړے، وزيراعظم عمران خان امريكې ته ابسلوټلي ناټ ووئيل، ده اروپائي اېتلاف ته په واضحه توګه ووئيل چې دوه مخې معيار ترك كړي. مراد سعيد ووئيل چې وزيراعظم عمران خان بهرني او كورني سازشونه ناكام كړي دي او كرپټ خلق ئې بې روزګاره كړي دي. ده په غونډه كښې د لكونو په شمېر د موجود كاركنانو څخه سوګند هم واخستو او وې وئيل چې مونږ ټول لوظ كوو چې مونږ به عمران خان سره ولاړ يو. غونډې ته د پي ټي آئي بلوچستان صدر او د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري په خپله وېنا كښې ووئيل چې نن چې د ټول پاكستان نه چې په كومه جذبه او جنون دلته خلق راجمع كېږيي، د ستائنې وړ دي، زه د دوي وطن سره مينې ته سلام كوم. ده ووئيل چې د پاكستان وزيراعظم د مسلمانانو رهبر جوړ شوے. نننۍ تاريخي ورځ ده. په دې موقع وفاقي وزير ډاكټر فهميده مرزا ووئيل چې د پي ټي آئي مشرانو ته په كاميابه غونډه مباركي وايم، د اسلام آباد ټول سړكونه د پي ټي آئي د كاركنانو نه ډك دي، لاريونونه راروان دي. هغې ووئيل چې زه دلته د جي ډي اے نمائندګي كولو لپاره دلته راغلې يم. جي ډي اے تر ټولو اول اصولي پرېكړه كړې مونږ به د حكومت ملګرتيا كوو. هغې ووئيل چې پي پي پي او مسلم ليګ خپله موده پوره كړې خو د افسوس خبره ده چې نن نظام ډي رېل كولې شي. كه داسې وكړے شول نو راتلونكې كوم حكومت به هم خپله موده پوره نه كړې شي. د ټاكنو كميشن او عدليې ته وايم چې د لوټاكرېسي خاتمې لپاره دې خپل كردار ترسره كړي.
د هر يو بهرني او كورني سازش به عمران خان سره په ګډه مقابله كوو. د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد، د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او د وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا د پرېډ ګراٶنډ غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد