اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د پارليمان پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ذيلي كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ كنوينر سناتور شبلي فراز په مشرۍ كښې په پارليمنټ ه??ؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د برېښنا د وېش كار كمپنو زيان په اړه پاور ډو??ژن لخوا كمېټۍ ته بريفنګ وركړی شو چې پكښې كمېټۍ ته ووئيل شو چې سږ كال جنورۍ كښې د ګردشي قرضو په مد كښې 370 ارب روپۍ زياتوالې شوې۔چارواكو وئېلي چې سږ كال جون په مياشت كشې د ګردشي قرضو حجم كمولو سره 313 ته راوستلې شو۔پي اي سي ته ووئيل چې په آزاد كشمير كښې يو نوې تقسيم كار كمپنۍ جوړولې كېږي ځكه چې په آزاد كشمير كښې د ترسيلات زيان تر ټولو زيات دې۔پي اے سي پاور ډو??ژن ته هدايت ??كړ?? چې تر كومه حده ممكن كېدې شي لائن لاسز كښې كمې باوري كړی شي
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر