بیجنګ 12 دسمبر (اے پي پي) د تجارت نګران وفاقی وزیر ډاكټر ګوهر اعجاز وئيلي دي د چین سوداګر او سرمايه كار دې د پاکستان د کاروبار دوسته پالیسیو څخه ګټه پورته كړي او د ټیکسټائل، خوراك، زراعت، لائیو سټاك،ټیکنالوجی،انفراسټرکچر او توان په شان څانګو كښې دې سرمایه كاري وكړي۔دا خبره ده د چين پايه تخت بیجنګ په يو هوټل كښې بزنس نیټ ورکنګ ډنر په مهال د چين سوداګرو او سرمايه كارو ته وينا كښې كړي۔په دې موقع د پاکستان 20 اعلیٰ کاروباري شخصیات او 150 څخه زيات د چین کاروباري ادارو نمائندګان موجود وو۔د تجارت وزير د چین بزنس لیډرشپ د پاکستان د سرمایه كار دوسته پالیسیو څخه خبرولو سره هغوې له د ټیکسټائل، خوراك، زراعت، لائیو سټاك،ټیکنالوجی،انفراسټرکچر او توان په شان څانګو كښې د سرمایه كاري كولو بلنه وركړه۔ده د هېواد سټریټجکي چاپېرچال ،خصوصی اقتصادي زونز، هنرمند افرادي قوت او د کاروباري پرمختګ امکانات ذکر کولو سره سرمایه كارو له ښه کاروباري ماحول وركولو له د حکومتی عزم پخلے وكړو ۔ دغسې د چین سوداګرو او سرمایه كارو پاکستان كښې د شراکت دارۍ او منصوبو لټون كښې خوښي ولرله۔دوي د پاکستان پاليسۍ وستائلي او شريكې ګته وري مرستي لپاره په موجود موقعو ئې د باور خرګندونه وكړه۔د هر كلي په خپل خطاب كښې په چین كښې دپاکستان سفیر خلیل هاشمي نیټ ورکنګ ډنر كښې د چین کاروباری كسانو په ګڼ شمير كښې د ګډون مننه وكړه۔ده پاکستان كښې د کاروبار او سرمایه كارۍ خوښي لرونكو د چين سوداګرو له د بشپړه مرستي او آسانيو وركولو باور وركړو۔
د چین سوداګر او سرمايه كار دې د پاکستان کاروبار دوسته پالیسیو څخه ګټه پورته كړي۔د تجارت وفاقی وزیر تجارت ډاكټر ګوهر اعجاز
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا