اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د خانه كعبې په و??ه د پاكستان اولس سعودي سره ژورې مذهب?? او روحاني رشتې لري٬ د اسلام د محبت٬ امن٬ برداشت او د انسانيت د احترام پېغام ټولې نړۍ ته رسول د وخت ضرورت دے٬ بايد مذ??بي سكالران او مشران د اسلام په ضد د منفي پروپېګنډې په اتفاق سره مخ نيوې وكړي۔ ده دا خبرې د خالي په و??ځ د كعبې امام شېخ صالح بن محمد بن طالب سره په ملاقات كښې د خبرو په مهال وكړې۔ وزيراعظم په دې موقع پاكستان ته په راتګ د كعبې د امام تود هركلې وكړو او وې وئيل چې د خانه كعبې په و??ه د پاكستان اولس سعودي سره ژورې مذهب?? او روحاني رشتې لري۔ وزيراعظم ووئيل چې كه هر څو پاكستان او سعودي په جعرافيائي اعتبار د يو بل نه لرې دي خو د دواړو هېوادونو د اسلام?? او كلتوري اقدارو له امله زمونږ زړونه يو بل سره تړلي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان او سعودي يو بل ته نزدې د?? او قوي اړيكې لري٬ِ د دواړو هېوادونو اولس يو بل لپاره ډېر احترام لري۔ وزيراعظم ووئيل چې د اسلام د محبت٬ امن٬ برداشت او د انسانيت د احترام پېغام ټولې نړۍ ته رسول د وخت ضرورت دے٬ بايد مذ??بي سكالران او مشران د اسلام په ضد د منفي پروپېګنډې په اتفاق سره مخ نيوې وكړي۔ د كعبې امام په دې موقع په پاكستان كښې په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ په دې موقع په پاكستان كښې د سعودي لنډمهاله سفير ??بيب الله البخاري٬ د مذ??بي چارو وفاقي وزير ??ردار محمد يوسف او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف د كعبې امام شېخ صالح بن محمد بن طالب سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو