اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د آئي ټي په كارولو سبېځلتيا او ښه ګورننس باوري كيدے شي۔دا خبره ده د هواوے ټيكنالوجيز وائس پريذيډنټ (مډل ايسټ ريجن) سپيس لي په مشرۍ كښې د هواوے ټيكنالوجيز پلاوي سره وكړه چا چې د نهي په ورځ ده سره په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ د پلاوي په نورو غړو كښې ډپټي سي اي او هوواوے پاكستان ، وهان او ډائريكټر پبلك ريليشنز هواوے ټيكنالوجيز احمد جهانزيب ملك شامل ؤ۔وفاقي پارليماني سيكرټري مخدوم زاده زين قريشي هم په دې موقع موجود ؤ۔ پلاوي خارجه وزير له د هواوے ټيكنالوجيز د اړخه پاكستان كښې په روانو بيلو پروژو او د سرمايه كارۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ خارجه وزير ځوانانو له د جديدې ټيكنالوجې وركولو په اړه د هواوے ټيكنالوجيز جذبه وستائله۔شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان كښې د ټيكنالوجي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ ګڼي موقعي شته۔ده ووئيل مونږ د اقتصادي سفارت كارۍ ترمخه د نړۍ پام پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ترلاسه موقعو پلو راګرځوو۔ آئي ټي كارولو سره شفافيت او ښه ګورننس باوري كيدې شي۔وائس پريذيډنټ هواوے ټيكنالوجيز سپيس لي خارجه وزير ته د هواوے د اړخه نوے معارفي كړے “آئيډيا هب سكرين” هم ډالۍ كړو
د آئي ټي یه كارولو سپېځلتيا او ښه ګورننس باوري كيدے شي، د خارجه وزير شاه محمود قريشي د هواوے ټيكنالوجيز پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria