اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن ته په پاكستان كښې تعينات د درې هېوادونو سفيرانو د نهې پھ و??ځ په ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل٬ په دې كښې د ډنمارك٬ملاوي او سلوواك سفيران شامل وو۔ د دې نه وړاندې د دريو واړو هېوادونو نامزد سفيران د ايوان صدر مركزي دروازې ته جلا جلا راوستل شول چرته چې هغوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړی شو۔ پھ دې موقع د اړوند هېواد او پاكستان قامي سرود وغږولې شو۔ د دې نه پس سفيرانو اولس مشر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ پھ دې موقع اولس مشر ممنون حسېن و??ئي?? پاكستان د ټولو ګاونډيانو سره د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې غواړي٬ په خاص توګه سيمه كښې امن او پرمختګ له ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكې مهمې دي۔اولس مشر و??ئي?? پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركړې دي او د دې لعنت ختمولو له لوظي دے۔ ده و??ئي?? چې ضرب عضب عمليات به د آخري ترهه ګر تر ختمولو روان وي۔اولس مشر ن??يو سفيرانو له مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د خپلو هېوادونو سره به د پاكستان اړيكې لا ښې كړي۔ اولس مشر و??ئي?? د سفيرانو موجودګي پاكستان لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ په دې كښې د ډنمارك سفير تهونكي٬د ملاوي سفير ولفرډ علي او د جمهوريه سلوواك سفير لوبا مير ګولين شامل وو۔
پاكستان ټولو ګاونډيانو سره د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې غواړي
مضمون کا ماخذ : بونانزا