اسلام آباد30 نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي شريفه كورنۍ رسيدونه او رېكارډ نه لري ځكه كله وېډيو او كله آډيو رامخي ته كېږي او اوس بيان حلفي راغلې٬بيان حلفي به هم د قطري خط٬جعلي ټرسټ او فليټس ذريعو غوندې خزلې ته غورځولې شي٬په ټول هېواد كښې د سټيټ لينډ ډيجيټلائزېشن عمل روان دے٬د سندھ حكومت د سټېټ لينډ په ډيجيټلائزېشن كښې مرسته نه كوي٬د سروے له مخې پنجاب٬كے پي كے او بلوچستان كښې 81 زره 209 مربعه كلوميټره زمكې ډيجيټلائزېشن شوے٬ په 8 لكه 24 زره 210 ايكړ زمكه قبضه ده٬ ده ووئېل د قبضه شوې سركاري او پرائيوټ زمكې ماليت 5500 اربه روپۍ جوړېږي٬د پاكستان جوړېدو نه پس عمران خان يواځنې وزيراعظم دے چا چې د سركاري زمكو د آډټ كولو پريكړه كړې۔ ده د نهې په ورځ د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان سره په پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته وېنا كوله۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د سركاري او پرائيوټ زمكو رېكارډ د اصلاحاتو بشپړیدو پړاؤ ته داخل شوے ٬د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل كېډ د سټرل ميپنګ د لارې لينډ ډيجيټلائزېشن سروے آف پاكستان كوي۔ده ووئيل په لينډ ډيجيټلائزېشن كښې پنجاب٬خېبرپښتونخوا او د بلوچستان حكومتونو مرسته كړی كومې سره چې د 88 فيصده لينډ ډيجيټلائزېشن عمل بشپړ شوے٬د سندھ حكومت د هر يو ښه كار غوندې په دې معامله كښې هم مرسته نه ده كړې٬ ده ووئېل د سندھ حكومت نه غواړي چې د سټېټ لينډ پته ولګي چې په څومره زمكه قبضه د شوې ٬پيپلز پارټي د 13 كلونو څخه په سندھ كښې حكومت كوي۔ده ووئيل د رېلوے په 825 ايكړه ٬د سول ايوي اېشن په 816 ايكړ٬د متروكه وقف املاك د 117 اربه او د اېن اېچ اے د 52 اربه روپو په زمكو قبضې شوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزير مملكت ووئيل د شميم بيان حلفي به هم د قطري خط٬ جعلي ټرسټ او ډېډ او فيلټس د ذريعو غوندې خزلې ته ځي٬ شريفه كورنۍ رسيدونه او رېكارډ نه لري ځكه كله وېډيو او كله آډيو رامخې ته كېږي او اوس بيان حلفي راغله ۔د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان ووئيل د 52 اربه روپو ماليت د ځنګلونو 5200 كنال زمكه آزاده كړې شوې ٬لوكل ګورنمنټ ايكټ 2021 راوړلے شوے۔ده ووئيل وړومبې به سياسي ګوندونه په سركاري زمكو قابض كېدل۔په اي اليون ناله قبضه شوې او د سي ډي اے څخه بيا اېن او سي اخستو نه پس بلډنګز جوړ كړے شوي كوم چې د تېرو بارانونو په مهال د سېلاب سبب ګرځېدلي ٬ ده ووئېل په يو كال كښې مونږ مېګا پروژې پېل كړي٬ډ ښار حالت مو ښه كړے٬ ده ووئېل د باره كهو بائي پاس پروژه به په 18 مياشتو كښې بشپړه شي٬برما پل ٬منال پل او د پولي كلينك روغتون د 200 بيډز ايكسټينشن پشمول په باره كهو كښې د 50 كټونو روغتون جوړ كړے شوے ۔ده ووئيل د غازي بروتها څخه به د اسلام آباد اوسېدونكو ته اوبه وركولې شي٬په راول ډيم انټرچينج جوړوؤ كوم چې به ډېر زر د اولس لپاره پرانستلے شي۔ده ووئيل په مارګله انډرپاس په تندۍ سره كار روان دے كوم چې به په اكتوبر كښې فعاله شي۔پي ډبليو ډي انډر پاس د اولس لپاره پرانستلے شوے ۔د كورنګ په خوړ بره پل جوړېدونكے دے كوم چې به راتلونكې كال اكتوبر څخه وړاندې بشپړ كړے شي۔ علې نواز اعوان ووئيل په اي اليون كښې 42 هائي رسك ودانۍ سيل كړے شوي۔د كورنګ خوړ بره تجاوزات لر كړے شوي٬غوري ټاؤن په غېر قانوني تعميرات يو نيم ارب روپۍ جرمانه كړے شوے ۔ده ووئيل په بېلو سركاري زمكو كوآپريټو سوسائټۍ جوړې شوي او په خلكو خرڅې كړې شوي په كومو چې سكول٬اديرې٬روغتون٬پاركس جوړیدل وو۔اوس دغه زمكې آزادوو كومې روپۍ چې هغوي له وركول دي هغه به ترلاسه كولې شي٬ ده ووئېل مونږ يو لوكل ګورنمنټ ايكټ 2021 راوړلے چې له مخې يې كلي او سېكټرې د يو ريګوليټر ماتحت شوي۔د دې څخه وړاندې كلي والو سيمو ته آئي سي ټي او سېكټرز ته سي ډي پام لرنه كوله۔په يو كال كښې دننه مونږ د اسلام آباد حالت بدل كړے او مونږ د قبضه ګرو څخه زمكې آزادې كړې او بل پلو پايه تخت اپ ګرېډ كوو
شريفه كورنۍ رسيدونه او رېكارډ نه لري ځكه كله وېډيو او كله آډيو رامخې ته كېږي ۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل