اسلام آباد 21 اګست(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې د سوئېلي پنجاب سماجي او اقتصادي پرمختګ د حكومت ترجيح ده٬د مسلم ليګ(ن)حكومت به د سيمې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره كار روان ساتي۔ ده دا خبرې د ملتان ډويژن څخه تعلق لرونكو د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔د جاري شوې خبر پاڼې له مخې د ملاقات په مهال د اسمبلۍ غړو وزيراعظم سره په خپلو سيمو كښې پرمختيائي پروژو او د اولس د خېرښېګړې په سكيمونو خبرې وكړی۔وزيراعظم ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)حكومت په سوئېلي پنجاب كښې يو شمېر پرمختيائي پروژې او د خېرښېګړې سكيمونه پېل كړي او حكومت به په سباؤن كښې هم د سيمې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره كار روان ساتي۔وزيراعظم ووئيل چې حكومت به د سوئېلي پنجاب د پرمختيائي پروژو ګړندې كولو لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ده غړو ته ووئيل چې هغه دې واضح مثبت بدلون لپاره په تندۍ سره كار وكړي او اولس پھ او خاص توګه د ټولنې غريبو طبقو ته دې ورسي او د دوي ستونزې دې حل كړي۔په ملاقات كونكو كښې وفاقي وزير سكندر حيات بوسن دوهم وزير سيد جاوېد علي شاه٬دوهم وزير عبدالرحمان كانجو٬د قامي اسمبلۍ غړي ملك عبدالغفار ډوګر٬رانا محمد قاسم نون٬ محمد رضا حيات حراج٬محمد خان ډاها٬محمد اسلم بودله٬چوهدري نذير احمد٬ساجد مهدي٬طاهر اقبال چوهدري٬سعيد احمد خان او مېرمن شاهين شفيق شامل وو۔په دې موقع د پارلماني چارو وزير شېخ آفتاب احمد او نور سينئر غړي هم موجود وو
د سوئېلي پنجاب سماجي او اقتصادي پرمختګ د حكومت ترجيح ده٬د مسلم ليګ(ن)حكومت به د سيمې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره كار روان ساتي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات