اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) د پاكستان پلازمينه اسلام آباد په شكرپړياں ګراؤنډ كښې د پاكستان ورځې مركزي دستورې په موقعه د غوره كاركردكۍ څرګندونه كوؤنكي وګړي او مېرمنې په خصوصي توګه معرفي كړې شوې۔ د شورؤ په ورځ په مركزي دستوره كښې صدر پاكستان ډاكټر عارف علوي ٬ وزيراعظم عمران خان ٬ د پاكستان د وسله والو ځواكونو مشرانو او د او آئي سي هېوادونو پلاويو په موجودګۍ كښې معارفي كړې شويو وګړو ته خصوصي چوكۍ وركړې شوې وې۔ د دستورې پېل كېدو نه لږه شېبه وروستو نامې اخستلو سره د دې شخصياتو تعارف وكړې شو او د دوئي د كاركردګۍ په اړه لنډ معلومات هم وړاندې كړې شول۔ په دې شخصياتو كښې زرغونه كومه چې د ډي اس پي منور ترين كونډه ده څوك چې په يو ترهګر بريد كښې شهيد شوې وو۔ زرغونه منظور د خاوند د شهادت نه وروستو په پوليس كښې شموليت اختيار كړو او دا مهال هغه د بلوچستان اولنۍ مېرمن اېس اېچ او ده۔ دې سره خوا ته په بله چوكۍ ملك عدنان وو ٬ دا هغه وګړې دې كوم چې په سيالكوټ كښې د سري لنكن وګړي ژوند بچ كولو هڅه كړې وه۔ په دې كاركردګۍ ده ته تمغه شجاعت هم وركړې شوې وه۔ دې سره سره د اخوت فاؤنډېشن ډاكټر امجد ثاقب هم ناست وو كومې چې مستحقو وګړو له د سود نه پاكې قرضې وركول پېل كړې او تر دې دمه 40 لكه نه زياتو پاكستانيانو ته د 60 اربه روپو قرضه حسنه وركړې شوې ده۔ په دې خصوصي مېلمنو كښې پروین بی بی هم وه كومې چې د خاوند د مرګ نه وروستو ركشه چلول خپل روزګار جوړ كړو۔ دا نه يوازې دا چې خپل ژوند د خپل لاس په ګټه تېروي بلكې په لاهور كښې مستحق مېرمنو ته د ډرائيونګ وېړيا تربيه هم وركوي۔ دې سره خواته په خپله چوكۍ ډاكټر ممپال سنګھ وو كوم چې په لاهور كښې نوې پېدا كېدونكو كوچنيانو لپاره آئي سي يو جوړه كړې ده۔ ده سره خوا كښې ګولډ مېډلسټ مریم شمعون وه كومه چې د بلوچستان مسیحی ورورولۍ سره تعلق لرونكې اولنې مېرمنه اسسټنټ كمشنر ده۔ دغسې صائمه سليم هم موجود وه كومه چې د 13 كالو په عمر كښې د سترګو نظر څخه محرومه شوه او د دې باوجود ئې د سي اېس اېس په امتحان كښې 6 م پوزيشن ترلاسه كړو هغه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نمائنده هم ده
د پاكستان ورځې پرېډ او مركزي دستوره ٬ د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكي وګړي او مېرمنې په خصوصي توګه معارفي كړې شوې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب