اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) د پاكستان بېت المال منېجنګ ډائرېكټر غون عباسي وئېلي دي د 100 ورځو په مهال 542 مستحقو طالبعلمانو له په پوهنتونونو كښې د زده كړو لپاره تعليمي وظيفې وركړې شوې ٬د 55 وروستو پاتې كورنيو معاشي بحالۍ او د 214 معذورو وګړو تله ويل چيئرز٬د اورېدنې آلات ٬ وائټ سټېك او د مصنوعي اعضٰی وركولو سره سره د دوي مالي مرسته شوې ده٬د كينسر٬هيپيټائټس٬د ګردې٬ د زړه د رنځونو او په تهليسيميا او نورو رنځونو د اخته 7622 بې وزله رنځورانو درملنې له اړوندو روغتونونو تله 70 كروړ 54 لك 88 زره 356 روپۍ وركړی شوي۔د زيارت په ورځ د پاكستان بېت المال د 100 ورځو كاركردګۍ په اړه ??ېډ??ا ته بريفنګ كښې ده ووئيل د هې??اد وروستو پاتې وګړو له دد روغتيا ٬ زده كړو او د روزګار پشمول ټولې بنيادي آسانۍ د دوي پ?? درشل وركول د موجوده حكومت ترجيحات دي۔ده ووئيل د پاكستان سويټ هوم افاديت تر مخه به دا پروژه لا پراخه كولې شي۔په اولني پړاؤ كښې په ټول هې??اد كښې 25 سويټ ??وم?? جوړولې شي۔ ده ووئېل د چائلډ لېبر ختمولو لپاره به په سكولونو كښې نور لس زره كوچنيان رجسټرډ كولې شي۔ده ووئيل د يونيورسل سروس فنډ په مرسته به د وويمن ايمپاورمينټ مركزونو شمېرې زياتولو سره سره به كمپيوټر لېب هم جوړولې شي۔ده ووئيل د آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او قطبي سيمو پشمول د هې??اد په لرې پرتو وروستو پاتې سيمو كښې به هم د پاكستان بېت المال خذمات رسول ممكن كولې شي دغسې چې زيات مستحق كسان د دې اسانيو څخه ګټھ پورته كړي۔
د پاكستان بېت المال اېم ډي غون عباسي د خپلې ادارې د 100 ورځنو كاركردګۍ په حقله مېډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو