برسلز 07 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي په افغانستان كښې په بيړه رامخې ته كېدونكے انساني بحران اندېښمن دے، نړيواله ټولنه دې د افغان اولس انساني او معاشي مرستې لپاره هڅې وكړي. ده دا خبرې د نهې په ورځ په برسلز كښې د ناټو په مركزي دفتر كښې د ناټو سېكرټري جنرل جېنز سټولن برګ سره د ملاقات په مهال وكړې. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه چارو، د افغانستان په رامخې ته كېدونكي صورتحال او د دوه اړخيزه مرستې پشمول په سيمه ايزو چارو خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل په لوړه كچه سياسي او پوځي روابطو د شريكې ګټې په چارو د دوه اړخيزه مرستې په قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كړے. ده ووئيل په سوئيلي اسيا كښې امن او استحكام لپاره پاكستان خپلو ټولو ګاونډيانو سره د امن په پالېسې عمل كوي. پاكستان د جمو و كشمير شخړې پشمول ټولې مسئلې د خبرو د لارې حل كول غواړي. خارجه وزير په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو او وې وئيل په افغانستان كښې په تندې سره رامخې ته كېدونكے انساني بحران اندېښمن دے، نړيواله ټولنه دې د افغان اولس انساني او معاشي مرستې لپاره هڅې وكړي. خارجه وزير د افغانستان څخه د ګډوالو د كډې خطر مخ نيوي، افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو د محفوظو پټن ځايونو او د نشه اي توكو د مركز جوړېدو نه ساتلو لپاره طالبانو سره د نړيوالې ټولنې مرسته ضروري وګرځوله. ده ووئيل په افغانستان كښې پېدا كېدونكي انساني بحران پلو د نړيوالې ټولنې پام راګرځولو لپاره پاكستان د دسمبر په 19مه نېټه د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې كوربتوب كوي. دغسې د ناټو سېكرټري جنرل په افغانستان كښې د ناټو په ملاتړ كولو د پاكستان ستائنه وكړه.
په افغانستان كښې په بيړه رامخې ته كېدونكے انساني بحران اندېښمن دے، نړيواله ټولنه دې د افغان اولس انساني او معاشي مرستې لپاره هڅې وكړي. مخدوم شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون