فېصل آباد 03 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وئيلي دي چې تېر حكومت چې كومې لوظنامې كٍړې دي، هغه زمونږ غاړې ته راغلې دي، د پېټرول ګرانولو نه بغېر كومه بله چاره نه وه، د ګرانې زياتېدو وجه د تېرو درې نيمو كلونو بېډګورننس و. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په فېصل آباد مېډيكل پوهنتون كښې د وېلفيئر ګرانټس ، ټېلنټ سكالرشپس، مېرج ګرانټس چېكونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير رانا ثناالله ووئيل چې د حكومت لخوا د درې نيم اربه رقم په مزدورانو كښې وېشل كېږي ځكه چې حكومت ته معلومه ده چې په ننني وخت كښې مزدور يوې يوې روپې ته ضرورت لري خو د ډېر شرم خبره ده چې تېر حكومت مزدورانو ته فنډ ورنه كړو او سره د پېسو مزدورانو ته رقم ورنه كړے شو. هم دا نالائقې دي چې په وجه ئې نااهل حكومت ختم كړے شو. ده ووئيل چې چا هم درې نيم كاله د مزدور خيال ونه ساتلو. ده ووئيل چې تېر حكومت چې كومې لوظنامې كٍړې دي، هغه زمونږ غاړې ته راغلې دي، د پېټرول ګرانولو نه بغېر كومه بله چاره نه وه، د ګرانې زياتېدو وجه د تېرو درې نيمو كلونو بېډګورننس و.
تېر حكومت چې كومې لوظنامې كٍړې دي، هغه زمونږ غاړې ته راغلې دي، د پېټرول ګرانولو نه بغېر كومه بله چاره نه وه، د ګرانې زياتېدو وجه د تېرو درې نيمو كلونو بېډ ګورننس و. د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام