اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي مولانا فضل الرحمان د درې نيمو كالو راهسې بې روزګاره دے٬ وړومبے په د دوو سيمو او اوس پرې د ??ور خلقو هم عدم اعتماد كړے، حکو??ت به قائم وي او اتحاد به هم قوي وي٬ وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده ترسره كوي او راتلونكې پنځه كاله به هم د ده حكومت وي۔ د نهې په ورځ د دفاع وزير پروېز خټك سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاکستان تحريک انصاف د خېبرپښتونخوا په اوسنيو بلدياتي ټاكنو كښې ښكار كاركردګي ښودلې ، د دوېم پړاٶ په بلدياتي ټانكو په نتيجو كښې ډېره بهتري راغلې۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان په وړومبي ځل په كال 2018 انتخابات كښې ماتې سره مخ شوے ؤ او اوس په بلدياتي الېكشن كښې هم په خپل ??ور ماتې سره مخ شوے۔ د عدم اعتماد تحريک پحق??ه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اپوزيشن غړو په وخت بې دركه كېدو پخپل قيادت د بې باورۍ څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان پشمول نور غله به په اقتدار كښې نه د اډياله په زندان كښې وي
د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب د دفاع وزير پروېز خټك سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر