اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي بلوچ كلتور د امن، مينې، روايات او يووالي كلتور دے، د بلوچ كلتور ورځ د بلوچستان پشمول په ټول هېواد كښې په بشپړه توګه لمانځلې شي. د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې ده د بلوچ كلتور ورځې په موقع په خپل پېغام كښې بلوچ وروڼو خوئېندو ته مباركي وركولو سره ووئيل په ټول هېواد كښې د هر كال پشان د بلوچ كلتور ورځ په جوش او ولوله لمانځلې كېږي۔ بلوڅ ځوانان ٬ ماشومان او بوډاګان د خپل كلتوري لباس سره ډېره مينه او يو والي لري۔محمد صادق سنجراني ووئيل په دې ورځ ليكوالان او پوهان د بلوچ قام تاريخ او كلتور په ډاګه كولو سره سره نوې نسل د خپل تاريخ او كلتور څخه خبروي۔بلوچ قوم يو عظيم قوم دے كوم چې يو غوره تاريخ لري۔ده ووئيل دا زمونږ وړومبۍ ذمه واري ده چې مونږ خپل كلتور ژوندې اوساتو او ځوان كول د علم او شعور پلو راغب كړو۔ده ووئيل د مارچ په دوهمه نېټه د بلوچ كلتور ورځې لمانځلو مقصد هم دا دے چې يو پیغام وركړے شي چې بلوچ قوم منظم باشعوره او سوله ايز قوم دے۔ده ووئيل ټول قامونه مونږ لپاره د احترام وړ دي
بلوچ كلتور د امن، مينې، روايات او يووالي كلتور دے. د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری