حېدر آباد27 مارچ (اے پی پی) سناتورې ډاكټر راحيله مګسي وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د حېدر آباد اولس لپاره مسيحا جوړ شوے۔وزيراعظم يو عظيم شخصيت دے٬هغه په زړه كښې د غريبانو لپاره دړد او د خواخوږۍ جذبه لري٬د حېدر آباد اولس به د 2018 ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)ملاتړ كوي او د وزيراعظم په قيادت كښې به هېواد د پرمختګ پلو روانولو له د هغه ملګرتيا كوي٬وزيراعظم به د حېدر آباد پوهنتون د بنياد تيګه اېښودو له دلته بيا راځي٬ګڼ شمېر كسان به د هغه هركلے كوي۔سناتورې راحيله مګسي په حېدر آباد كښې د مسلم ليګ(ن)وركرز كنونشن ته خطاب كښې د وزيراعظم څخه د حېدرآباد اولس له غوښتنه وكړه چې په 40 لكه آبادۍ مشتمل ښار كښې دې پوهنتون جوړ كړې شي۔ده ووئيل د سول ايوي اېشن 40 نه تر 50 ايكړه زمكه هم شته٬د پوهنتون څخه به د دې ځاې زده كونكي استفاده وكړي۔فېډرل پوهنتون د ښار پخوانې خوب دے او ډېر زر به د حېدر آباد اولس دا خوب رښتيا شي ۔دې ووئيل وزيراعظم به د پوهنتون د بنياد تېګه اېښودو له پخپله راځي او ګڼ شمېر كسان به د هغه هركلے كوي۔دې ووئيل زه د اېم اېن اے وسيم مننه كوم چا چې د دې تجويز مرسته كړې۔سناتورې راحيله مګسي ووئيل د وزيراعظم څخه د حېدرآباد غېر فعاله هوائي مېدان بيا فعالولو خواست كوم دغسې چې دلته نه د حج پروازونه پېل شي۔دې ووئيل زه وزيراعظم ته په حېدرآباد كښې د روغتون جوړولو خواست هم كوم دغسې چې د دې ځاې اولس ته د روغتيا آسانۍ ترلاسه شي
د حېدر آباد اولس به د 2018 ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)ملاتړ كوي او د وزيراعظم په قيادت كښې به هېواد د پرمختګ پلو روانولو له د هغه ملګرتيا كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی