اسلام آباد 14دسمبر (اے پي پي)د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئېلي دي په وړومبي ځل په قامي كچه د نشه اي توكو مخ نيوي پالېسي جوړه كړې شوې ٬وزيراعظم عمران خان د نشه اي توكو د مخ نيوي كونسل پخپله څارنه كوي٬زمونږ هڅه ده چې د موجوده وسائلو په كارولو ښه كار وكړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كاناډا هائي كمشنر ونډي ګلمور او د سويټزر لينډ ډپټي هائي كمشنر البور ټوګروف سره د نشه اي توكو نړيوالې پالېسۍ په اړه په مهم ملاقات كښې كړې۔په دې موقع د كاناډا هائي كمشنر ونډي ګلمور ووئيل د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت لخوا زمونږ په وړاندېزونو د غور كولو مننه كوو۔اعجاز احمد شاه ووئيل د نشه اي توكو خرڅونكو په ضد په انټيليجنس آپرېشنز زور راوړو چې په ځواب كښې يې د كاناډا پلاوي تائيد كولو كښې ووئيل مونږ هم په دې خبره متفق يو چې انټيليجنس آپرېشن ښه تګلاره ده ۔وفاقي وزير ووئيل د ټولو ايجنسو كوآرډينېشن ښه كولو سره د نتيجو بهتر كولو هڅې كوو۔د سوئس ډپټي هيډ البورټو ګروف هيله څرګنده كړه چې په پاكستان كښې به هم د نشه اي توكو ښكار كسانو بحالۍ لپاره فعاله ګامونه پورته كولې شي۔د نشه اي توكو قاچاق مخ نيوي په اړه وفاقي وزير ووئيل بارډر كنټرول په وړومبي ترجيحاتو كښې شامل دے ۔ده ووئيل د افغانستان معاشي بهتري زمونږ د منطقې لپاره مهمه ده٬ده ووئيل د محدودو وسائلو باوجود پاكستان د هغوي مرسته كړې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې افغان اولس پخپلو پښو اودرېږي٬ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په دې اړه ټول ضروري اقدامات كوي دغسې چې د هېواد صورتحال مستحكم شي۔د كاناډا پلاوي ووئيل د نشه اي توكو مسئله نړيواله ده او د دې خاتمه ضروري ده
په وړومبي ځل په قامي كچه د نشه اي توكو مخ نيوي پالېسي جوړه كړې شوې ۔وفاقي وزير اعجاز احمد شاه
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت