لاهور12مئی (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي چې مونږ له ټیکس نظام په ډھانچے كښې اصلاحات كولو ته اړتيا ده،محصولات ښه والې لپاره به د ټیکس نیټ د كار دائره پراخه كول وي، قامی زر مبادلې پانګې د 9 بلیونه ډالره څخه زياتې شوي،د آئی اېم اېف ډله پاکستان ته رارسيدلې ده ډير زر به خبرې اتري پيل شي، معاشی استحکام لپاره برآمدات زياتولو ته اړتيا ده كوم لپاره چې د غیر ملکی سرمایه کارۍ سره سره د نجکارۍ عمل هم ډادګيرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ وفاقی ایوانهائے صنعت او تجارت پاکستان (ایف پی سی سی آئی) د سيورې لاندې پری بجټ کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د ایف پی سی سی آئی صدر عاطف اکرم شیخ ، د خزاني پخوانې وزیر حفیظ پاشا،د اپټما چیئرمېن کامران ارشد،ایډووکیټ ډاکټر اکرام الحق ، د لاهور چیمبر آف کامرس پخوانې صدر الماس حیدر او نور سوداګري ورورولۍ مهم شخصیات هم موجود وو۔ وفاقی وزیر محمد اورنګزیب وو??يل پاکستان مشکل حالاتو سره مخ دې خو وزیر اعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه خصوصی حکومتی پالیسو په سوب د غیر ملکی سرمایه کارو باور زيات شوې ٬ سټاك ایکسچینج كښې ښه والې راغلې دغسې د روپۍ قدر مستحکم او افراط زر كښې كمې راغلې ،سباؤن كښې به د هېواد معیشت نور هم ښه شي،مونږ ته دا مهال میکرو اکنامك استحکام په نظر راځي۔ده وو??يل دا مهال کرنټ اکائونټ خساره 1بلیون ډالر څخه كمه ده،تيرو 7 نه تر 8 مياشتو كښې معاشی اعشاریے ښه والې پلو رواني دي دغسې ک??نس?? كښې استحکام راتللو سره په وړمبي ځل فارن بائنګ شوې۔وفاقی وزیر وو??يل د آئی اېم اېف ډله پاکستان ته رارسيدلې ده او ډير زر به خبرې اتري پيل شي۔ده وو??يل 24م آئی اېم اېف پروګرام كښې په ټیکس كښې سټرکچرل بدلون ونه شو نو مونږ به 25م پروګرام پلو ځو۔ده وو??يل سټیټ بینك ته خواست شوې چې زراعت??آئ?? ټی او اېس ایم ای سیکټر فنانسنګ زيات كړي۔ده وو??يل ټیکس وركونكو سوداګرو له به هر ممكن آسانۍ وركولې شي دغسې د ټیکس نیټ زياتولو ته خاص پام لرنه كوو، خبرې اتري كوو خو ټریك څخه به نه په شا كېږو۔
ټیکس نظام په ډھانچه كښې اصلاحات ته اړتيا ده، محصولات كښې ښه والې لپاره به د ټیکس نیټ د كار دائره پراخه كول وي۔ د خزاني وفاقی وزیر
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن