ډېووس 25 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان د شل كروړه اولس لوي ماركيټ لري٬ كوم چې كاروباريانو او سرمايه كارو لپاره پرانستې پروت دے٬ زمونږ ك??نه اقتصادي شرح نمو نزدې 6 فيصده ده٬ پاكستان كښې جمهويت وده مومي ٬ م??نږ د سي پېك د لارې د منطقې هېوادونو ترمېنځه رابطو ت?? وده وركوٶ او د ختيز او لويديز پشمول د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډېووس كښې د خبري كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې وك??ه۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزېب، د آئي ټي دوهمه وزيره انوشه رحمان ٬ د نېشنل هېلته سروسز دوهمه وزيره سائره افضل تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل د چين ون بېلټ ون روډ پروګرام له مخې هېواد كښې د سي پېك روانو منصوبو څخه پراخه اقتصادي هلې ځلې پېل شوې ۔ ده ووئيل پاکستان كښې جمهوريت مضبوطېږي او جمهوري عمل د يوې لسيزې بشپړېدو په صورت تاريخ جوړوي۔ چین او امریکې سره د پاكستان د اړيكو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان دواړو هېوادونو سره ښې اړيكې لري او دې اړيكو ت?? پاكستان ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل مونږ ختيز او د لوېديز پشمول ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك به يوازې پاكستان ته ګټه نه رسي بلكې دې څخه به ټوله منطقه استفاده وكړي او دا د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره پرانسته ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل پاکستان د چين اولس مشر د رابطه كارۍ وژن په هر فورم رامخې ته كړې٬ ون بلېټ ون روډ پروګرام څخه به د دې منطقې سره سره په سباٶن كښې نوره نړۍ هم ګټه پورته كولې شي
پاکستان د شل كروړه اولس لوي ماركيټ لري٬ كوم چې كاروباريانو او سرمايه كارو لپاره پرانستې پروت دے دې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات